منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۵ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

څه باندې ۴۰۰ بندي افغانان له ایرانه افغانستان ته راولېږدول شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۱۶ کتنې

کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵): په ایران کې د اسلامي امارت سفارت ویلي چې د دغه سفارت د هڅو په پایله کې ۴۰۸ افغانان چې په دغه هېواد کې بندیان وو، افغانستان ته ولېږدول شول.

په تهران کې د افغانستان سفارت نن (پنجشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغو زندانیانو د لېږد لپاره مراسم نیول شوي وو چې پکې د دغه سفارت سرپرست مولوي فضل‌محمد حقاني، د ایران د عدلیې وزارت د بشري حقونو مرستیال او د زندانیانو د انتقال کمېټې مشر عسکر جلالیان او د دواړو هېوادونو یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه لړۍ به په راتلونکو ورځو کې هم دوام ولري.