ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي اردو درې سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته

د ملي اردو درې سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
3 Feb 2012 - 15:44
د ملي اردو درې سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
3 Feb 2012 - 15:44

خوست ( پژواک ١٤سلواغه ٩٠): ځايي چارواکي وايي ، په خوست کې يوې چاودنې د ملي اردو درېيو سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله او د دوو کورنيو تر منځ شخړه کې درې کسان ووژل شول .

په خوست كې د ٢٠٣ تندر قول اردو د لومړۍ  لوا مطبوعاتي دفتر وايي ،چې تېره شپه د خوست ښارختيځ ته د چولانو په سيمه كې د ملي اردو پر پلې ګزمې د ماين چاودنه وشوه ، چې له امله يې يو سرتېرى ووژل شو او دوه نور ټپيان شول .

د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دغه بريد طالبانو کړى  او د ملي اردو ګڼ شمېر سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده .

ديو بل خبر له مخې ، نن سهار د خوست د تڼيو ولسوالۍ د مرکز اړوند سيمه كې د دووكورنيوترمنځ وسلواله شخړه شوې ده .

 د تڼيو ولسوال سيداحمدخان وفا وايي،د يادو كورنيو ترمنځ كومه پخوانۍ ستونزه  نه وه، خو لفظي شخړه يې په وسلواله نښته بدله شوه او له امله يې له يوې کورنۍ څخه دوه او له بلې څخه يو تن ووژل شول.

هغه وويل چې سيمې ته پوليس د پېښې د څېړنې لپاره لېږل شوي دي .

د سيمې اوسېدونکى سيد نور هم وايي، چې ددې کورنيو ياده ستونزه د لفظي شخړې له امله رامنځته شوې او قومي مشران  ورغلي او له يادو کورنيو يې ضمانت اخيستى، چې نوره ستونزه رامنځته نه کړي.

 د يادولو ده،چې په دې وروستيوكې په خوست كې د دې او ورته كارونو د مخينوي په موخه قومي هڅې   پيل شوې دي.

د تڼيو ګاونډ ته په ګربزو ولسوالۍ كې هم قومي خلكو تړون كړى، چې كه څوك په ورته کړنو لاس پورې کړي  او يا په غلا ونيول شي، پرنغدي جريمه سربېره به له قوم څخه هم شړل کيږي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.