شبرغان (پژواک ١٧ سلواغه ٩٠): د جوزجان امنيتي چارواکي په ياد شوي ولايت کې د جنايي جرمونو د ٥٠ سلنه کموالي خبر ورکوي.
د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالعزيز غيرت نن (د سلواغې ١٧مه) په خبري ناسته کې وويل، چې د روان کال له پيل راهيسې څه دپاسه ٥٠٠ جنايي پېښې يې کشف او عاملين يې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.
نوموړي وويل، چې د تېر کال په پرتله د جرمونو کچه ٥٠ سلنه کمه شوې او د يادو پېښو په تړاو ٦٠٠ تنه نيول شوي دي.
غيرت زياته کړه، چې په دغو پېښو کې د نشه يي توکو قاچاق، غلا، وژنه او داسې نور شامل دي، چې عاملين يې قضايي ارګانونو او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
د نوموړي په وينا، په دې لړ کې زر کيلوګرامه بېلا بېل نشه يي توکي، ١٢٦ لېتره الکولي مشروبات، پنځه تومانچې، درې کلاشينکوفونه، څلور موټر سايکلونه او د الکولي مشروباتو د توليد څلور دستګاوې د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلې دي.
غيرت وايي: ((دغه پېښې د خلکو په مرسته کشف او عاملين يې نيول شوي دي.))
د جوزجان خلک هم د امنيتي ځواکونو له فعاليت څخه خوښ دي.
د شبرغان ښار يو٩ هټيوال پژواک خبري اژانس ته وويل: ((په ښار او د ولايت شاوخوا کې د شته امنيت څخه راضي يم.))
د نوموړي په وينا، که چېرې پوليس نور هم ځواکمن شي، کولى شي په ښه توګه امنيت ټينګ کړي.
د شبرغان ښار اوسېدونکي نورالله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېر يو کال راهيسې د عامه نظم او امنيت په برخه کې پوليسو ګټور فعاليتونو ترسره کړي دي.
نوموړي زياته کړه: ((د تېرو کلونو په پرتله د غلا پېښې کمې شوې دي.))
د جوزجان ولايت د امنيتي چارواکو په وينا، اوس مهال ١٠٠٠ افسران او سرتېري د پوليسو په ليکو کې د ولايت په مرکز او ولسواليو کې په دندو بوخت دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن