کابل (پژواک ١٨ سلواغه ٩٠): د پروان “بګرام” له زندان څخه د بنديانو د لېږد پروسه تېره ورځ پيل شوې او د دغه محبس يوشمېر بنديان د پلچرخي محبس ته لېږدول شوي دي.
دغه مطلب د ملي دفاع وزارت په هغې خبر پاڼه کې، چې نن پژواک آژانس ته را رسېدلې، څرګند شوى دى.
په دې خبرپاڼه کې په دې اړه ډېر جزئيات نه دي ورکړل شوي.
د پروان زندان، چې پخوا د بګرام د زندان په نامه مشهور و، په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو يو محبس دى، چې د بشري حقونو يو شمېر سازمانونه، په ځلونو ځلونو په دغه محبس کې د شکنجو او د بنديانو له ځورونې څخه راپورونه ورکړي دي.
ولسمشر کرزي د روان کال د مرغومي په ١٥مه يوه کمېسيون ته دنده وسپارله، چې په راتلونکې يوه مياشت کې دې د پخوانۍ هوکړې پر اساس د بګرام زندان او ټولو هغو زندانونو، چې د بهرنيانو په لاس کې دي، د لېږد پړاوونه بشپړ کړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير هم ويلي دي، چې افغان حکومت ته د بګرام زندان د چارو د سپارلو په موخه له افغان حکومت سره له نږدې کار کوي.
افغان حکومت وروسته ترهغې د بګرام زندان د ورسپارلو په اړه پرېکړه وکړه، چې د دغه زندان د وضعيت د څېړلو په موخه د ولسمشر له خوا د ټاکل شوي پلاوي په راپور کې په دغه زندان کې د زندانيانو د ځورولو، له هغوى سره د بد چلنۍ، سپکاوي، ښکنځلواو لغړولو په اړه راپور ورکړل شو.
د اساسي قانون پرپلې کېدو د څار سازمان مشر ګل رحمان قاضي، چې د دغه پلاوي مشري يې هم پرغاړه وه، د بګرام زندان د وضعيت تر څېړنې وروسته وويل، چې په دغه محبس کې له قانون څخه څرګندې سرغړونې شوې دي.
اوسمهال پرته له سره صليب څخه، هېڅ يو نړيوال ارګان په افغانستان کې د امريکا تر کنټرول لاندې محبسونو څخه د ليدنې اجازه نه لري او دې موضوع په دغه محبس او په افغانستان کې په نورو امريکايي محبسونو کې له بنديانو څخه د ساتنې د شرايطو په اړه اندېښنې را ولاړې کړې دي.
د بګرام محبس دوه برخې لري، چې يوه يې په امريکايي ځواکونو پورې اړه لري او د بلې برخې مسؤوليت له افغان حکومت سره دى.
د بګرام محبس په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو تر ټولو لوى زندان دى، چې په کې سلګونه تنه له طالبانو او القاعده سره د تړاو په تور بنديان دي.
د څېړنې د پلاوي د معلوماتو پر بنسټ، د دغه محبس په دواړو برخو کې د بنديانو شمېر ٣١٠٠ تنو ته رسېږي.