مزارشريف (پژواک ۲۲ سلواغه ۹۰): د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف ښار لوېديځ ته په زراعت کارته کې د سړک جوړونې پر مهال ډله ييز قبر وموندل شو.
که څه هم لا تر دې دمه په دې اړه دقيق معلومات نه شته؛ خو په شمال کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د انتقالي عدالت د څانګې مشر فريد متقي د سلواغې په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ډله ييز قبر کې شاوخوا شل تنه دفن شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه ډله ييز قبر کې فزيکي نښې، لکه جامې او بوټونه ښکاري او داسې ترې معلومېږي، چې وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.
فريد متقي وويل، چې د دغه قبر ځينې پاتې شوني د سړک جوړونې د کارکوونکو له خوا بلې سيمې ته لېږدول شوي، چې د دوی په وينا، د څېړنو کار يې ګران کړی دی.
نوموړي له حکومت څخه وغوښتل، چې د دغه ډول قبرونو د ساتنې لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
عيني شاهدان وايي، چې د سړک غاړې د ويالې جوړونې پر مهال قبر وموندل شو او د رغنيزو چارو د پرمخ وړلو لپاره يې له سيمې لېږدولې دي.
۳۰ کلن محمد کريم، چې د زراعت کارتې د خواجه هفت جوش سړک جوړونې په پروژه کې کار کوي، پژواک ته وويل، چې د ويالې د کېندلو پر مهال يې قبر موندلی دی.
نوموړي زياته کړه: ((مونږ د خپل کار د پرمخ وړلو په موخه د ۱۲ جسدونو پاتې شونې له همدې قبر څخه بلې سيمې ته ولېږدولې.))
د سيمې اوسېدونکي سيف الرحمان پژواک ته وويل، چې په دغه ځای کې پخوا کرنيزه سيمه وه او ځای ځای حوضونه په کې هم وو، چې د وخت په تېرېدو سره حوضونه ډک شول او دوکانونه او کورونه په کې جوړ شول.
نوموړي زياته کړه چې دغه جسدونه ښايي د طالبانو د رژيم او له هغې وړاندې پاتې شوي وي.
خو په بلخ کې د پوليسو چارواکي بيا دا خبره ردوي او وايي، چې په دغې سيمه کې له وړاندې هديره موجوده وه.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان دراني پژواک ته وويل، چې په دغې سيمه کې پخوا هديره وه.
نوموړي زياته کړه، چې د رغنيزو کارونو په پيل کې د سيمې له خلکو څخه غوښتل شوي، چې خپل قبرونه بل ځای ته ولېږدوي.
د هغه په وينا، دا ښايي هغه جسدونه وي چې تراوسه خلکو له دې سيمې نه دي لېږدولي.
دوه مياشتې وړاندې هم د بلخ ولايت په دهدادي ولسوالۍ کې د شاهين ۲۰۹ قول اردو د قوماندانۍ په مربوطاتو يو ډله ييز قبر موندل شوی و.
په دغه ډله ييز قبر کې اټکل کېده چې شل تنه دفن شوي دي.