کابل(پژواک٢٣سلواغه٩٠): د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې (USAID) چارواکي وايي چې د ځينو خيريه بنسټونو له لارې يې نن په کابل کې پر هغو بې وزلو کورنيو چې په پنډغالو کې اوسېږي، د بېړنيو ژمنيو مرستو ويش پيل کړى دى.
دا مرستې په داسې حال کې ويشل کېږي چې د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې له تېرې يوې مياشتې راهيسې ١٥تنه چې اکثره يې ماشومان دي، د کابل د قمبر څلور لارې او حضوري چمن د بې ځايه شويو په کمپونو کې د ژمي او سړې هوا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د جګړو له امله دغه بې ځايه شوې کورنۍ په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې له هلمند، کندهار، اروزګان ، زابل او ځينو نورو ولايتونو کابل ته راغلې دي او يو شمېر يې له ايران او پاکستان څخه راستنه شوي کډوال دي .
په افغانستان کې د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې (USAID) مشر کيم يماشيتا(S. Ken Yamashita ) نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې يادې ادارې ٢٥٠٠ هغو کورنيو اړو کورنيو ته چې په کابل کې په پنډغالو کې اوسېږي د بېړنيو ژمنيو توکيو مرسته وکړه.
د يماشيتا په وينا په مرسته شويو توکيو کې جامې، کمپلې، ترپالونه، بخارۍ او د سون توکي شامل دي.
هغه وويل چې دا مرستې يې د ماشومانو د خونديتوب ادارې(Save the children) او د کډوالو د نړيوالې ادارې(IOM) له لارې ويشلي دي او په پام کې ده چې په راتلونکيو ورځو کې پر١١٠٠ نورو دا ډول کورنيو په کابل کې مرستې وويشي.
د هغه د معلوماتو له مخې دا مرستې هغو کورنيو ته ورکول کېږي چې د کابل په لسو ولسواليو کې په ٤٠ بې نقشې استوګنځايونو کې ميشتې دي.
د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې د معلوماتو له مخې دا مرستې د امريکا د متحده ايالتونو د هغو ٤٤ مليونه ډالره بشري مرستو يوه برخه ده چې د ٢٠١٢ کال لپاره يې په افغانستان کې له جنګ او طبيعي پېښو زيانمن شويو کسانو ته ځانګړي دي.
سږني سخت ساړه ژمي خلک په تېره بيا د کابل په ښار کې مېشتې بې ځايه شوې زرګونه کورنۍ، چې په خېمو او څپريو کې ژوند کوي ، له ستونزو سره مخ کړي دي .
د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې کابل د ډېرې سړې هوا په لرلو سره په تېرو شاوخوا ١٥ کلونو کې سارى نه درلود.
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي د عمومي رياست د راپور له مخې په روان ژمي کې د واورې ښويېدنې او سړي هوا له امله په کابل او ولايتونو کې ٧١ تنو سا ورکړې او ٤٣ نور ټپيان شوي دي، چې له دې شمېرې يواځې په بدخشان کې ٣٥ تنه وژل شوي او ٤٠ نور ټپيان شوي دي.
که څه هم د يادې ادارې چارواکيو له پېښو سره د چمتو والي خبره کوي، خو د ډېرو هغو سيمو اوسېدونکي چې په ژمي کې د واورې له امله مواصلاتي لارې بندېږي شکايت کوي چې که له يوې خوا ددې ادارې مرستې د هغوى ژمنۍ اړيتا نشي پوره کولى، له بلې خوا پر وخت هم نه ور رسېږي.