Language

ايساف د ٨ ملکي وګړو د وژنې مسووليت پر غاړه واخيست

کابل (پژواک ٢٦ سلواغه ٩٠): ايساف په کاپيسا ولايت کې د خپلې بمبارۍ له امله د ٨ ملکي وګړو وژنه تاييد کړه او له کورنيو سره يې خپله غمرازي وښوده.

کاپيسا ولايت ته د ولسمشر حامد کرزي له خوا د استول شوي پلاوي د څېړنو له مخې، د هغې بمبارۍ له امله، چې د روان کال د سلواغې په ١٩مه د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ د ګياوه په کلي کې ترسره شوه، ٨ ماشومان و وژل شول.

دوه ورځې وړاندې د ايساف وياند په خپله خبري ناسته کې ويلي و، نه شي کولاى، چې د کاپيسا پېښه د خپلې ارزيابۍ په چوکاټ کې تاييد او يا هم رد کړي او نه پوهېږي، چې ياده پېښه څنګه رامنځه شوې ده.

خو د ايساف د عامه اړيکو رييس جنرال بون Gen Boone په نننۍ (د سلواغې ٢٦مه) خبري ناسته کې وويل، چې د دوى د ارزيابۍ د ډلې د لاسته راوړنو له مخې په ياده بمبارۍ کې اته ملکي کسان وژل شوي او ايساف د يادو قربانيانو کورنيو ته د خپلې ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي.

هغه وايي، چې د دې ارزيابۍ له مخې، ايساف ځواکونه د ملي پوليسو او ځمکنيو ځواکونو په مرسته په سيمه کې د وسلو او مهماتو د زېرمو د لاسته راوړلو په موخه پر عملياتو بوخت وو.

جنرال بون زياتوي، کله چې ځمکنيو ځواکونو د نجراب ولسوالۍ د ګياوه کلي د دوربين او نورو وسايلو په مرسته وليده، نو ويې ليدل، چې څو بالغې ډلې په بېلابېلو وختونو کې کلي پرېږدي او يوه اته کسيزه ډله، چې ظاهراً يې وسله له ځان سره درلوده او د غره لور ته روان وو.

د ايساف د عامه اړيکو د رييس په وينا، ياد کسان په تکتيکي ډول او له يو بل څخه د واټن په نيولو روان وو، چې نږدې له ٥٠٠ مترو څخه وروسته هغوى تر يوې ډبرې لاندې سره راټول شول.

هغه وايي، د هغوى هدفمندانه حرکتونه او هغه وسله، چې له ځان سره يې لېږدوله د دې لامل شوه او د ځمکنيو ځواکونو قوماندان په دې باوري شو، چې ياده ډله د بريد لپاره  چمتو ده او دا په هغې دره کې د ملي پوليسو او ايساف ځواکونو لپاره يو ګواښ وبلل شو..

جنرال بون وويل: ((ځمکني او هوايي ځواکونو، چې ور غوښتل شوي وو، ياده ډله تر خپلې څارنې لاندې درلوده، موږ بل هېڅوک، حيوان او يا مو په دې سيمه کې کومه ابادي ونه لېده، الوتکې د ټولو تکتيکي لارښوونو له کارولو او د ځمکني او هوايي څارنې په مرسته پر يادې ډلې دوه بمونه وغورځول، چې اوس يې پر پايلې خواشيني يو.))

هغه څرګنده کړه، چې په ياده غمجنه پېښه کې اته افغان ځوانانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

جنرال بون وويل: ((موږ نه شو کولاى، څو دغه ځوانان بېرته خپلو کورنيو ته ستانه کړو، خو دومره کولاى شو، څو هغوى ته له بلې لارې د مرستې ژمنه وکړو، ترڅو د هغوى ورځنى ژوند ښه شي.))

په نننۍ خبري ناسته کې د ايساف د هوايي ځواکونو قوماندان جنرال مايک ويګستون Mike Wigston چې د يادو عملياتو مسووليت يې پر غاړه و، وويل، هغه نښې چې له يادې ډلې تر سترګو شوې وې، ګواښ بلل کېده.

هغه په دې اړه، چې له يادو کسانو څخه وسله ترلاسه شوې او کنه وويل: ((تردوو ورځو موږ نه شو کولاى، څو سيمې ته ورشو، خو کله چې د څارنې ډله سيمې ته ورغله، د وسلو نښې ښکاره کېدې، چى هغوى له ځان سره لېږدولې.))

ياد عملياتي قوماندان د بم د غورځولو يواځنى لامل د يادو ځوانانو قد او قامت په ګوته کړ او وايي، چې ياد کسان د غټانو په شان وو، نو له همدې امله د ځمکنيو ځواکونو قوماندان لارښوونه وکړه، څو عمليات په لاره واچول شي.

جنرال ويګسټون زياته کړه، دوى هڅه کوي، څو دا شان پېښه، چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل ګرځي، بيا تکرار نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو نوى راپور ښيي، چې په افغانستان کې د ٢٠١١ زېږدېز کال په اوږدو کې څه باندې ٣زره ملکي وګړي وژل شوي، چې د تېر کال په پرتله ٨ سلنه زياتوالى راغلى دى.

په دغه راپور کې راغلي، چې ٧٧سلنه تلفات د دولت د وسلوالو مخالفينو او ١٤سلنه  يې د نړيوالو او افغان ځواکونو له لوري رامنځته شوي دي.