ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لښکرګاه کې د يوه سوداګريز مارکېټ د نړولو پر سر لاريون وشو

په لښکرګاه کې د يوه سوداګريز مارکېټ د نړولو پر سر لاريون وشو

author avatar
20 Feb 2012 - 17:33
په لښکرګاه کې د يوه سوداګريز مارکېټ د نړولو پر سر لاريون وشو
author avatar
20 Feb 2012 - 17:33

لښکرګاه (پژواک د كب لومړۍ نېټه ٩٠): د هلمند په مركز لښكرګاه كې د يوه سوداګريز ماركېټ  د نړلو پر سر لسګونو هټيوالو لاريون وكړ او محكمه او د دې ولايت چارواكي يې پر درغلۍ تورن كړل.

  لاريون كوونكي وايي چې دغه ماركېټ د نصرتي په نوم د يوه كس دى او دوى د دې ماركېټ دوكانونه شاوخوا ۳۲ كاله وړاندې په سرقلفۍ اخيستي دي؛ خو اوس مهال د يوه بل كس له خوا پرې اسناد جوړ شوي دي.

د لاريون كوونكو له ډلې څخه حاجي ملا وايي، چې د ۳۲  دوكانونه اصلي خاوند يې په فرانسه كې دى.

نوموړي وويل، په دې ماركېټ كې داسې دوكانونه هم شته، چې شرعي قبالې او اسناد لري؛ خو د معلم عبدالله په نوم يوه شتمن كس محكمې او ځايي چارواكو ته پيسې وركړي او د دوى ټول دوكانونه يې پرته له دې چې محكمه په رسمي ډول فيصله وكړي، تېره شپه نړولي دي.

نوموړي وويل چې معلم عبدالله فرانسې ته تللى و او د نصرتي له مېرمنې مهر افزون نصرتي څخه يې د پېرېدلو اسناد جوړ كړي دي.

دى وايي چې په دې ماركېټ كې يو دوكان شرعي قباله او نور د سرقلفۍ اسناد لري.

هغه وايي: ((د معلم عبدالله ټول اسناد ناقص دي.))

د ملا اخترمحمد په نوم يو تن هم پژواك ته وويل، چې د لښكرګاه ښار ټولو هټيوالو خپل دوكانونه له همدې امله تړلي دي، چې ښايي له دوى سره به هم دا ډول چلند وشي.

د ده په خبره، لومړى حق د دې هټيوالو دى چې دا دوكانونه وپېري؛ ځكه دوکانونه كلونه كلونه له دوى سره دي.

دوى چې مرګ پر محكمې شعارونه يې ورکول، له مركزي دولت څخه يې غوښتنه وکړه، چې د دې موضوع لپاره يو ځانګړى پلاوى هلمند ته راواستوي.

دوى وايي چې له سترې محكمې څخه يې هم د دې امر راوړى، چې د دعوې تر بشپړېدو پورې دې دوكانونه نه نړول كېږي؛ خو ځايي محكمې يې خبره نه ده منلې.

بل پلو، د هلمند والي محمدګلاب منګل وويل، په دې كې د ولايتي اداري كار نه شته؛ معلم عبدالله خپل ټول اسناد محكمې ته وړاندې كړي او ثابته شوې چې دا ماركېټ شخصي دى.

د دې ولايت د استيناف محكمي رييس سيد حسين نجيبي پژواك اژانس ته وويل، چې معلم عبدالله له سترې محكمې څخه مكتوب راوړى او دوى هغه اسناد امنيه قوماندانۍ ته لېږلي دي؛ خو د ماركېټ د نړلو امر يې نه دى وركړى.

نوموړي وويل چې له اسنادو څخه دوى ته جوته شوې، چې دا ماركېټ شخصي دى، اصلي خاوند يې كولى شي چې پر هر چا يې وپلوري.

د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام وايي، چې دوى ته د محكمې او ولايت له خوا مكتوب ورلېږل شوى او وروسته د پوليسو په ملاتړ، ماركېټ د خپل مسوول له خوا نړول شوى دى.

په دې اړه د معلم عبدالله زوى حاجي رحمت الله پژواك ته وويل، چې ياد ماركېټ يې په قانوني ډول له مېرمنې مهر افزون څخه په فرانسه كې رانيولى دى.

نوموړي وويل چې مهر افزون له يادو كسانو څخه څو كاله وړاندې د ياد ماركېټ كرايه غوښتې وه، چې د دوى له خوا پر مرګ ګواښل شوې وه؛ له همدې له امله يې پر دوى د پلورلو هڅه وكړه.

د ده په وينا، يادو كسان قانوني اسناد نه لري.

نوموړي په دې اړه چې مارکېټ يې ولې د شپې له خوا نړولى دى؟ وويل، چې د ورځې له خوا به ښار کې بې نظمي جوړېده.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.