مزارشريف (پژواك د كب لومړۍ نېټه ۹۰): د بلخ په مركز مزارشريف ښار كې د تېرې شپې ورښت سلګونه كورونه زيانمن کړي، سلګونه نور د نړېدو له ګواښ سره مخ دي او ګڼ شمېر خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د مزارشريف ښار د عمر فاروق كارته چې د باراني اوبو سېلاب لاندې كړې، اوسېدونكي يې وايي، كه چېرې په بېړنۍ توګه مرسته ونه شي او د اوبو لورى بدل نه كړاى شي، نو لرې نه ده، چې د زيانمن شويو كورونو شمېر به لا پسې زيات شي.
د دغې كارتې اوسېدونكي اسدالله پژواك خبري اژانس ته وويل: ((د تېرې شپې د باران له امله د دغې سيمې نږدې دوه سوه كورنه تخريب شوي دي.))
نوموړي زياته كړه، چې د بېګاني تېز باران له امله يې كور ته اوبه ننوتې او تر سهار يې د كور دېوالونه ورته ونړول.
د هغه په وينا، تر دې دمه ورته هېڅ ډول مرسته نه ده رسېدلې، د ده په ګډون د يادې كارتې په سلګونو كورنۍ د خپلې سيمې پرېښودو ته اړې شوي او د ښار په نورو څنډو كې خپلو خپلوانو كره دېره دي.
د همدې سيمې بل اوسېدونكي سيد صفت الله وويل، چې ټول كور يې ويجاړ شوى او د خپلې مېرمنې او پنځو ماشومانو د ژوند له ژغورلو پرته يې نور هېڅ نه دي كړي.
نوموړي زياته كړه: ((د كور ټول شيان مې څه په اوبو كې پراته دي او څه نور د كوټو او دېوالونو لاندې شوي دي.))
د هغه په وينا، دولت بايد په بېړه د مرستو تر څنګ د اوبو د لوري د بدلېدو چارې پيل كړي، كه نه په ياده سيمه كې لا هم د اوبو د زياتېدو له امله نږدې ۵۰۰ كورونه د نړېدو په حال كې دي.
سيمه ييز چارواكي هم د پېښې د پخلي تر څنګ د بېړنيو مرستو غوښتنه كوي.
د نهرشاهي ولسوال ابوطارق مجلسي پژواك ته وويل، چې د بېګاني باران له امله په حضرت عمر فاروق كارته كې د اوبو زياتېدو نږدې ۲۰۰ كورونه زيانمن کړي دي.
نوموړي دا هم وويل، كه چېرې له زيانمنو کورنيو سره مرسته ونه شي، نو ښايي چې د دغې سيمې پاتې ۵۰۰ كورونه هم زيانمن شي.
د دغه ولايت له بېړنيو پېښو سره د مبارزې مسوولين هم د پېښې د پخلي تر څنګ زياتوي، چې دوى د زيانمنو كورنيو د كره شمېر د معلومولو په موخه هڅې پيل كړې دي.
د بلخ ولايت له بېړنيو پېښو سره د مبارزې رييس رحمت الله زاهد پژواك ته وويل، چې ناڅاپه پر يادو كورونو د باراني اوبو د سېلاب مخه شوې ده.
نوموړي زياته كړه، چې د يادې كارتې مخې د ساختماني شركتونو او د تېلو پمپ سټېشنونو، د سېلاب مخه د همدې كارتې پر لور كړې، چې عامو خلكو ته زيان اوښتى دى.
د هغې په وينا، تر دې دمه دوى ته د ويجاړو شويو كورونو او د اوښتو زيانونو كره شمېره نه ده معلومه.
نږدې يوه اونۍ وړاندې هم د مزارشريف ښار په بادام باغ سيمه كې د باران له امله د كور نړېدو په ترڅ كې د يوې كورنۍ درېيو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.