کابل (پژواک ٣ کب ٩٠): د کابل په ګډون د هېواد په پنځو ولايتونو کې د قران سوځونې په غبرګون لاريونونه پاى ته ورسېدل، چې د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې يې په ترڅ کې ٧ تنه ووژل شول او درېيو پوليسو په ګډون ٣٠ نور ټپيان شول.
په ننګرهار، کابل، پروان، کاپيسا او لوګر او درېيو نورو ولايتونو کې، وروسته له هغه لاريونونه وشول چې د بګرام په هوايي ډګر کې د بهرنيو ځواکونو له خوا د څو ټوکه قران کريم د سوځولو خبر ورکړل شو.
سره له دې چې د پېښې په اړه په افغانستان کې د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان جان الن او د امريکا دفاع وزير ليون پنېټا، د افغانستان له دولت او خلکو بښنه وغوښته او د پلټنې ژمنه يې وکړه؛ خو بيا هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې لاريونونو زور واخيست.
تر ټولو له تاوتريخوالي ډک لاريون د پروان ولايت په شينواري ولسوالۍکې وشو، چې د کورنيو چارو وزارت لخوا پژواک ته د رالېږل شوې خبرپاڼې دمعلوماتو له مخې پکې ٤ لاريون کوونکي ووژل شول او ١٠ نور ټپيان شول.
د شينواري ولسوال سيف الله بيدار په خبره، لاريون هغه مهال په تاوتريخوالي واوښت چې لاريون کوونکي د ولسوالۍ پر ودانۍ ورغلل او له پوليسو سره يې په نښتې پيل وکړ.
سهار مهال د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار په پنځو بېلابېلو سيمو کې هم لاريونونه پيل شول.
چارواکو وويل چې د لاريونونو په ترڅ کې دوکانونه، يو شمېر دولتي ادارې او سوداګريز مرکزونه وتړل شول.
د کورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د جلال اباد ښار په لاريونونو کې يو تن وژل شوى او ٧ نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي، په يوه خبري ناسته کې وويل چې د جلال اباد د هوايي ډګر پر لور روان لاريون، وروسته له هغه پر تاوتريخوالي واوښت، چې لاريون کوونکو ايساف ته شپږ تېل وړونکي ټانکرونه وسوځول، چې په پايله کې د هوايي ډګر ساتونکي چې د امريکايي ځواکونو مرکز په کې دى، له لاريون کوونکو سره ونښتل.
عبدالزي همداراز وويل، چې لاريون کوونکو د دوکانونو ښيښې ماتې کړې او پر لار يې د ملکي خلکو موټر هم پر کاڼو ويشتلي دي.
همداراز سلګونو کابل ښاريانو هم د ښار په دوو سيمو هودخېلو او دارالامان پر واټ پر لاريون لاس پورې کړ او د امريکا او اسراييل پرضد يې شعارونه ورکول.
د کورنيو چارو وزارت خبرپاڼه وايي چې په دې لاريونونو کې يواځې يو لاريون کوونکى وژل شوى او ١٠ نور ټپيان شوي دى؛ خو ويل کېږي چې لاريون کوونکو د ځينو شخصي وسايطو ښيښې ماتې کړې او ان پر خبريالانو يې هم کاڼي وورول.
ځينو لاريون کوونکو د سړک غاړو کې د ترافيکو او امنيتي پوستو غرفې هم ويجاړې کړې.
تېره ورځ هم سلګونو کسانو د کابل په پلچرخي سيمه او د پروان ولايت اړوند د بګرام د هوايي ډګر مخې ته لاريونونه وکړل؛ خو په هغې ورځ لاريون کوونکو ته کومه مرګ ژوبله نه وه اوښتې.
د کاپيسا په اله ساى ولسوالۍ کې هم شاوخوا ٤٠٠ تنو په سوله ييز ډول لاريون وکړ او د امريکا د ولسمشر بارک اوباما او په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو پرضد يې شعارونه ورکړل.
خو د کاپيسا پر خلاف بيا د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې لاريون پر تاوتريخوالي واوښت، چې د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې يو لاريون کوونکى وژل شوى او ٣ پوليس ټپيان شوي دي.
د بره کي برک د ولسوال سيد وکيل په وينا، لاريون هغه مهال پر تاوتريخوالي واوښت چې په لاريون کوونکو کې د دولت مخالفينو د ولسوالۍ په ودانۍ کې د امنيتي منسوبينو پر لور ډزې وکړې او پوليسو هم متقابلې ډزې وکړې.
خو د عبدالرقيب په نوم يوه لاريون کوونکي له پژواک سره په خبرو کې ادعا وکړه، چې لاريون د پوليسو له خوا پر تاوتريخوالي واوښت او په ډزو سره يې يو لاريون کوونکى وواژه او دوه نور يې ټپيان کړل.
په کندهار کې بيا د يوې سوله ييزې غونډې له لارې د قران کريم سوځونه وغندل شوه.
په دې غونډه کې د کندهار د والي تر څنګ د علماوو شورا، د سولې د ولايتي شورا، د حج او اوقافو، د ملي امنيت رييسانو، د خرقې مطهرې، د يو شمېر جوماتونو امامانو او قومي مشرانو ګډون کړى وو او د پېښې عاملينو ته يې د سختې سزا غوښتنه وکړه.
د افغانستان دولت هم په بګرام کې د يادې پېښې د څېړلو لپاره يو پلاوى ټاکلى دى.
تېر کال هم د يوه امريکايي کشيش له خوا په امريکا کې د قران کريم نسخې د سوځولو په غبرګون په افغانستان کې پراخ لاريونونه شوي وو.
په دغو لاريونونو کې تر لسو ډېر کسان ووژل شول او په لسګونو نور تپيان شوي وو.