مهترلام ( پژواک ٧ کب ٩٠ ) : د لغمان د قرغيو ولسوالۍ د پراختيايي شورا مشر له خپل پلار او زوى سره په يوه وسلوال بريد کې ټپي شو.
د قرغيو ولسوال سعدالله بهبود د کب په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار په شاوخوا اوه نيمو بجو رامنځته شوه.
هغه زياته کړه ، چې د دې ولسوالۍ د پراختيايي شورا مشر حاجي شاه مرد خان له خپل پلار او زوى سره د ولسوالۍ پر لور پلى روان و، چې په لاره کې پرې ناپېژانده وسلوالو بريد وکړ.
د نوموړي په وينا، په دې بريد کې درې واړه ټپيان شوي، چې د پوليسو لخوا د لغمان د عامې روغتيا روغتون ته ولېږدول شول.
عالم شاه خان وايي ، چې پوليسو په سيمه کې د بريد کوونکو په اړه پلټنې پيل کړي او ژمنه يې وکړه، چې ډېر ژر به ونيول شي.
د لغمان د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبداللطيف قيومي پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته درې ټپيان راوړل شوي وو.
هغه زياته کړه، چې دشاه مرد خان د زوى روغتيايي حالت ښه نه و او هغه يې د ښې درملنې په موخه د جلال اباد روغتون ته لېږدولى دى.
ډاکټر قيومي د پاتې ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
تر اوسه ددې بريد مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.