Language

جلال اباد (پژواک ٨ کب ٩٠): په ننګرهار کې ځايي چارواکي وايي چې د ثبت شويو شمېرو له مخې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه لس سلنه لوړه شوې ده.

نن په جلال اباد ښار کې د  ننګرهار د ٢٢ ولسواليو د ښځو  د استازو په ګډون، په دې ولايت کې د ښځو د وضعيت په اړه يوه غونډه جوړه شوې وه.

د ننګرهار د ښځو چارو رييسې انيسې عمراني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده غونډه  د دې لپاره جوړه شوې وه، څو د ننګرهار د ټولو ولسواليو د ښځو ستونزې رابرسېره شي.

هغې زياته کړه چې د ښځو بنسټيزې ستونزې د دوى پر وړاندې بېلا بېل ډول تاوتريخوالى، بدل، په بدو کې د ښځو ورکول او نورې دي.

د ښځو چارو رييسې وويل چي د تېر کال پرتله، سږکال په دې ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه لس سلنه لوړه شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې تېر کال يې رياست ٨٠ دا ډول قضيې ثبت کړې وې؛ خو سږکال يواځې په يوولسو مياشتو کې يې ٩٠ قضيې ثبت کړې دي.

د ننګرهار د ملي راډيو کارکوونکې څانګې جبارخېل پژواک اژانس ته وويل، چې په دې غونډه کې د امريکا د ولايتي بيارغونې ډلې استازو هم برخه اخيستې وه.

هغه زياته کړه، چې د غونډې ګډونوالو د پي ار ټي مسوولينو ته خپلې ستونزې واورولې او له هغو پروژو يې ځان خبر وکړ، چې پي ار ټي يې په ولسواليو کې د ښځو د خير ښېګڼې لپاره ترسره کړې دي.

څانګې وويل چې د ښځو زياتې ستونزې د تاوتريخوالي، ښوونځيو ته نه پرېښودل او نورې زياتې ستونزې دي چې ښځې ورسره لاس او ګرېوان دي.

د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکې شمشاده صافۍ پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى ډېرى ستونزې په کليو کې د ښوونځيو نه شتون، صحي اوبو ته د نه لاسرسى، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالى او داسې نورې دي.

شمشادې د ولايتي بيارغونې له ډلې (پي ار ټي) د دغو ستونزو په هواري کې د مرستې غوښتنه وکړه.

د سره رود ولسوالۍ يوې اوسېدونکې امينې پژواک ته وويل: ((دوه کاله کېږي چې واده شوې يم، خو د خاوند له خوا وهل کېږم او د پټيو هغه کارونه راباندې کوي، چې نارينه يې هم نه شي ترسره کولى.))

نوموړې زياته کړه، چې نن ورځ دغې غونډې ته د دې لپاره راغلې ده، ترڅو وکولى شي يا له دغو ستونزو ځان خلاص او يا له خپل مېړه څخه طلاق واخلي.

د يادونې وړ ده، چې په ننګرهار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي او نورو ستونزو ښځې د کور پرېښودلو ته اړ کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.