Language

کابل (پژواک١٠کب٩٠): د استانبول پروسې په تعقيب د کابل کنفرانس د چمتووالي په موخه نن په بهرنيو چارو وزارت کې غونډه جوړه شوه.

په نننۍ غونډه کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال جاوېد لودين او په کابل کې د يو شمېر هېوادونو سفيرانو، د ملګرو ملتونو او ځينو سيمه ييزو سازمانونو استازو په ګډون برخه لرله.

لودين په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره د استانبول جوړه شوې غونډه مهمه وبلله، زياته يې کړه چې ټاکل شوې د ياد کنفرانس د ژمنو د تعقيب په موخه د راتلونکې جون مياشتې په ١٤مه، د کابل کنفرانس جوړ شي.

لودين وويل چې د افغانستان دولت په استانبول کنفرانس کې کړې ژمنې، تر ډېره بريده پلي کړي دي او له نورو هېوادونو هم هيله لري، چې د سيمه ييزو همکاريو د پراختيا لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

ده زياته کړه: ((د استانبول بهير د سيمه ييزو همکاريو په برخه کې له مهم ترينو اقداماتو څخه و او زياته هيله موجوده ده چې د باور د فضا د رامنځ ته کېدو، د ثبات د پياوړتيا او په سيمه ييزه کچه  د سوکالي په وده کې به مرسته وکړي، ولې چې دا بهير په سيمه پورې اړه لري.))

د افغانستان لپاره د (استانبول کنفرانس) په نوم د سيمه ييزو همکاريو کنفرانس د تېر زېږديز کال د نومبر په دويمه (د لړم ١١مه) د ترکيې په استانبول ښار کې جوړ شو، چې د ٢٩ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازيو په کې ګډون درلود.

په ياد کنفرانس کې ګډونوالو هوکړه وکړه چې د سيمه ييزو همکاريو د پراختيا، اعتماد جوړونې او له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره به همکاري کوي او د يو بل په چارو کې به لاسوهنه نه کوي.

د لودين په وينا، د سيمه ييزو همکاريو پياوړتيا، په افغانستان او سيمه کې د ثبات د ټينګښت لامل ګرځي.

هغه زياته کړه چې په نننۍ غونډه کې د سيمې د هېوادونو استازي، د کابل کنفرانس د برياليتوب د لارو د موندلو په موخه سره خبرې کوي.

لودين وويل، چې د کابل په کنفرانس کې به د سيمه ييزو همکاريو په لړ کې د عملي اقداماتو په اړه، چې تر دې مهاله نه دي ترسره شوي، بحث وشي.

هغه وويل چې په سيمه کې روان تاوتريخوالى د سيمې د هېوادونو له همکارۍ پرته نه شي هوارېدى او دا شان کنفرانسونه کولاى شي د سيمې د هېوادونو ترمنځ ستونزې حل او ترمنځ يې د باور فضا رامنځ ته کړي.