کابل(پژواک١٥کب٩٠): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې د افغانستان حکومت به د دوديزې جرګې پرېکړو ته په پام سره له متحدو ايالتونو سره ستراتيژيک تړون لاسليک کړي.
دوديزې لويې جرګې د افغانستان ملي حاکميت، خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتيا، اسلامي او افغاني ارزښتونو ته درناوی او د شپې لخوا د خلکو د کورونو د تلاشيو او عملياتو د بندولو په شرط له امريکا سره د ستراتيژيک تړون ملاتړ کړى وو.
له تېرو څو مياشتو د افغانستان او امريکا د حکومتونو ترمنځ د دغه تړون پر سر، چې په افغانستان کې د امريکا د پوځي اډو جوړېدل يې يوه مهمه برخه ده، خبرې روانې دي، خو تردې مهاله يې کومه پايله نه ده لرلې.
افغان چارواکيو، د بهرنيو ځواکونو لخوا د شپې د عملياتو درېدل او افغان لوري ته د بهرنيو زندانونو سپارل ددې تړون لپاره له مهمو شرطونو بللي دي .
ولسمشر حامدکرزي څه موده مخکې ګواښ کړى و، تر هغه چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې د شپې عمليات او د خلکو د کورونو تلاشي بنده نه کړي، له متحدو ايالتونو سره به ستراتيژيک تړون لاسليک نه کړي.
خو تېره ورځ ځينې راپورونه خپاره شول ، چې ګواکې د افغان لوري لخوا پر يادو شرايطو د ډېر ټينګار له امله امريکايي چارواکيو له افغانستان سره د دغه تړون لاسليک ځنډولى دى.
د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي نن په کابل کې په خبري ناسته کې په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل : “د افغانستان دولت او خلکو په ډېر وضاحت سره ويلي دي، چې موږ له نړيوالې ټولنې او خاصتا امريکا متحده ايالاتو سره د اوږدمهاله ستراتيژيکو اړيکو اصل ته تعهد لرو.”
موسى زي زياته کړه چې د افغانستان حکومت ته د ستراتيژيک تړون د لاسليک د وخت په پرتله د سند محتوا او کيفيت ډېر اهميت لري.
ده زياته کړه: (( کوم اصول چې د افغانستان د دولت لپاره مهم دي، په لومړي قدم کې د افغانستان ملي حاکميت ته بشپړ درناوى دى، نه يواځې له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو په سند کې بلکې، په ټولو هغو سندونو کې، چې له نورو هېوادونو او سيمه ييزو او نړيوالو سازمانونو سره لاسليک کېږي.))
د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل چې د امريکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ستراتيژيکو همکاريو تړونونه به د دوديزې لويې جرګې پرېکړو ته پام سره لاسليک شي.
په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو لخوا د کورونو خپلسرې پلټنې او د شپې لخوا چاپې هغه څه دي، چې افغان حکومت يې په وار وار د بندولو غوښتنه کړې، خو ناټو ويلي چې د وسلوالو د ځپلو لپاره د شپې عمليات يو اغېزناک تاکتيک دی.
څه موده وړاندې د امريکا د متحدو ايالتونو د سنا مجلس يوه پلاوي کابل ته په سفر کې هم په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو لخوا د شپې عمليات ګټور وبلل او ويې ويل، چې لا هم د دغو عملياتو دوام ته اړتيا ده.
يادو سناتورانو ويلي و، چې دا عمليات بايد له افغانستان سره د امريکا د ستراتيژيک تړون پر وړاندې خنډ نه شي.
د افغانستان حکومت په روان کال کې له هند،انګلستان، ايټاليا او فرانسې سره هم د ستراتيژيکو همکاريو سندونه لاسليک کړي دي.