Language

پنځو طالبانو ته د خپل ماين په چاودنه کې مرګ ژوبله واوښته

لشکرگاه (پژواک ١٦ کب ٩٠): د هلمند چارواکي وايي، چې پنځو وسلوالو طالبانو ته د خپل ماين په چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت د والي وياند داوود احمدي د کب په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون مازديګر د ګرشک ولسوالۍ په مالګير سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې چاودنه په يوه کور کې هغه مهال شوې، چې وسلوالو طالبانو غوښتل ماينونه جوړ کړي.

احمدي وايي، چې د ماين جوړولو پر مهال چاودنه رامنځته شوې، چې له امله يې يو طالب وژل شوى او څلور نور ټپي شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې په دې پېښه كې ولسي وګړو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

Related Topics