Language

شپږ بريتانوي سرتېري وژل شوي دي

کابل ، لښکرګاه ( پژواک ١٧ کب ٩٠ ) : ويل کېږي، چې په  هلمند ولايت کې د ماين ديوې چاودنې له امله شپږ بريتانوي سرتېري وژل شوي دي.

په کابل کې دايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر لخوا د کب په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې شپږ سرتېري يې پرون  دافغانستان په سوېل  کې د ماين له يوې چاودنې وروسته نادرکه وو، ويل کېږي چې  وژل شوي دي.

خو سرچينې د وژل شويو سرتېرو هويت او د پېښې کره ځاى نه دى په ډاګه کړى.

بلخوا په لښکرګاه کې د بريتانيا د ولايتي بيارغونې ډلې لخوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې دا پېښه لښکرګاه ته نږدې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې پرون يې سرتېري ګزمې ته راوتلي وو، خو بېرته خپل مرکز ته نه دي ګرځېدلي او دهغوى دمرګ ژوبلې په اړه معلومات  نه لري.

 د هلمند په امنيه قوماندانۍ کې د همغږۍ د څانګې مرستيال سمونوال محمد اسماعيل هوتک پژواک اژانس ته وويل ، چې دا پېښه د ګرشک ولسوالۍ د نهراج په سيمه کې د ايساف ځواکونو يوه نظامي مرکز ته نږدې رامنځته شوې ده.

هغه وايي ، چې د بريتانوي سرتېرو پر يوه ټانک چاودنه شوې، چې له امله يې شپږ سرتېري وژل شوي دي.

وسلوالو طالبانو ددې چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

بريتانيا په افغانستان کې شاوخوا ٩٥٠٠ سرتېري لري ، چې په هلمند ولايت کې مېشت دي او تر اوسه له دغو سرتېرو سره يې ٤٠٤ سرتېري وژل شوي دي.

د يادو شپږو سرتېرو له وژل کېدو سره د روان زېږديز کال له پيل راهيسې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د ايساف د وژل شويو سرتېرو شمېره ٦٧ تنو ته ورسېده.

Related Topics