محمودراقي: (پژواک ٢٠ کب ٩٠): د کاپيسا د تګاب ولسوال وايي، چې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اښتې ده.
د تګاب ولسوال عبدالحکيم اخندزاده د کب په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه هوايي بريد تېر ماښام د ولسوالۍ په ابراهيم خېلو سيمه کې شوى دى.
هغه زياته کړه، چې ايساف ځواکونو ماښام شپږ بجې هوايي بريد کړى، چې له امله يې څلور عام وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د يادې سيمې يو اوسېدونکی شاهين وايي، چې په دغه بريد کې د دوو دوکاندارانو په ګډون څلور عام وګړي وژل شوي، چې د همدې سيمې اوسېدونکي وو.
د نوموړي په وينا، په دې سيمه کې د دولت مخالفين هم تګ راتګ کوي، چې په تېر او روان کال کې د الوتکو په دغه ډول بريدونو کې وژل شوي دي.
خو په کابل کې د ايساف ځواکونو دګډې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په تګاب کې د دوى د ځواکونو لخوا د عامو وګړيو د مرګ ژوبلې راپورونه ردوي.
سرچينې پژواک اژانس ته وويل،چې دوى له دې ډول ادعاوو خبر شوي، خو د دوى لومړني معلومات دا ښيي، چې داسې کومه پېښه نه ده رامنځته شوې.
د يادونې ده، چې تېره مياشت هم په کاپيسا ولايت کې د ايساف ځواکونو په هوايي بريد کې يو شمېر ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن