چاريکار (پژواک ٢١ کب ٩٠): د سالنګ لويه لاره په داسې حال کې نن د ترافيکو پر مخ و تړل شوه، چې د چارواکو په وينا، کېداى شي دغه بندوالى د دوو ورځو لپاره دوام وکړي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې رييس جنرال رجب د دغه مطب په څرګندولو سره پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له نن سهاره د واورې اورېدل تېز شوي او همدارنګه په شمالي سالنګ کې باد او توپان هم رامنځته شوى.
رجب زياته کړه، چې اوس مهال په سوېلي سالنګ کې د واورې اندازه ٨٠ سانتي مترو او په شمالي سالنګ کې ٦٠ سانتي مترو ته رسېږي.
هغه وويل، چې دغه لويه لاره يې د مسافرو د خونديتوب په موخه نن (د کب ٢١مه) له غرمې وروسته دوه بجې له دواړو خواوو نه د ترافيکو پر مخ تړلې ده.
سرچينې زياته کړه، چې د لويې لارې له تړل کېدو وروسته يواځې هغو بار وړونکو موټرو ته، چې په تونل کې وو، د تېرېدو اجازه ورکړل شوې ده.
نوموړي وويل، چې د واورې د ښويېدو امکان شته او له همدې امله کېداى شي دغه لاره د دوو ورځو لپاره تړلې پاتې شي.
د پروان د ترافيکو مديريت د تنظيم امر محمد يونس پرديسي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې مسافروړونکي او باروړونکي موټر يې په تاجيکان کې درولي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن