کابل (پژواک ٢١ کب ٩٠): د بهرنيو چاور وزارت وياند وايي، چې سبا به د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د سولې د خبرو اترو په تړاو سعودي عربستان ته سفر وکړي او د اروپايي ټولنې يو پلاوى له افغانستان سره د ستراتيژيکو اړيکو پر سند د بحث په موخه کابل ته راشي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي، نن (د کب ٢١مه) په کابل کې خبريالانو ته وويل چې د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول به د سعودي د بهرنيو چارو د وزير په ګډون له يو شمېر نورو لوړپوړو دولتي چارواکو سره د افغانستان د حکومت د سولې پر هڅو خبرې وکړي.
موسى زي په دې اړه نور معلومات ورنه کړل او دا يې له وخت څخه مخکې وبلل.
هغه وويل، چې زلمى رسول به دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا په موخه د همکاريو پر پراختيا هم خبرې وکړي.
د هغه په وينا، سبا به د اروپايي ټولنې يو پلاوى هم له افغانستان سره د دې ټولنې د ستراتيژيک تړون پر سر د خبرو په موخه کابل ته راشي.
دى وايي، چې د افغانستان او د اروپايي ټولنې ستراتيژيک تړون به تر ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان سره د دې ټولنې اړيکې په ښه توګه تعريف کړي.
موسى زي زياته کړه، چې په دې تړون کې به د لوړو زده کړو، روغتيا، کرنې او کانونو په برخه کې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې همکاري شامله وي.
د ده په خبره، افغانستان له هغو يو شمېر هېوادونو څخه دى چې اروپايي ټولنه غواړي ورسره ستراتيژيکې اړيکې ولري.
د نوموړي په وينا، د دې تړون په لاسليک کې د اروپايي ټولنې د ټولو غړو هېوادونو نظر ته اړتيا ده او له همدې امله به يې پر سر خبرې لږ تر لږه يو کال وخت ونيسي؛ خو هغه هيله وښوده، چې له يادې مودې مخکې لاسليک شي.
د بهرنيو چارو وزارت وايي: ((د دې لپاره چې له اروپايي ټولنې سره د افغانستان ستراتيژيک تړون خبرې په ښه توګه پر مخ ولاړې شي، نو د افغانستان د بېلابېلو دولتي ادارو ترمنځ همغږۍ او ښې همکارۍ ته اړتيا ده.))
هغه زياته کړه، چې د بهرنيو چارو وزارت د بېلابېلو دولتي ادارو د مشرانو په ګډون دوه غونډې رابللې دي، چې له اروپايي ټولنې سره د ستراتيژيک تړون په اړه خپل نظر څرګند کړي.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان حکومت په روان لمريز کال کې له هندوستان، انګلستان، ايټاليا او فرانسې سره هم د ستراتيژيکو همکاريو سندونه لاسليک کړي دي؛ خو له امريکا سره يې د همدا ډول تړون پر سر خبرې روانې دي.