ژبه

په ننګرهار کې شپېته زره کډوالې کورنۍ د استوګنې لپاره ځاى نه لري

عبدالمعيدهاشمى

۲۳ کب ۱۳۹۰ - ۱۱:۱۲

Views: ۶۵

جلال اباد (پژواک ٢٣ کب ٩٠): د ننګرهار کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست وايي، چې په دغه ولايت کې اوس هم ٦٥زره راستنې شوې کډوالې کورنۍ د استوګني نومرى نه لري.

دغه څرګندونې د کډوالو چارو رييس غلام حيدر فقيرزي د کب په ٢٣مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه زياته کړه، چې په تېرو لسو کلونو کې له ګاونډي هېواد څخه ١٢٥زره کډوالې کورنۍ دغه ولايت ته راستنې شوې دي.

د نوموړي په وينا، له دغې شمېرې يواځې ١٤زره کورنيو ته د دغه ولايت د سره رود په چمتلې او شيخ مصرى ښار ګوټو کې نومرې ورکړل شوې دي.

فقيرزي وويل، چې ٦٥زره کورنيو اړوند رياست ته د استوګنې د نومرو غوښتن ليکونه ورکړي، خو دوى دغه نومرې د خالي ځمکو د نشتوالي له امله نه شي ورکولاى.

هغه زياته کړه: ((موږ د بهسودو ولسوالۍ په ثمرخېلو او وچ تنګي په سيمو کې دوه نوي ښارګوټى جوړوو، خو دغه ښارګوټي به هم ټولې شل زره نومرې ولري.))

د کډوالو چارو رييس بله ستره ننګونه د هېواد له بېلابېلو ولايتونو دغه ولايت ته راغلې ٩زره هغه کورنۍ يادې کړې، چې د هېواد له نورو ولايتونو راکډه شوې، چې د امنيت او د ژوند د نورو امکاناتو په درلودو يې بېرته د ستنېدو هوډ نه لري.

نوموړى زياته کړه، چې د کونړ ولايت سلګونه کورنۍ د بهسودو ولسوالۍ په وچ تنګي کې خپلسري کورونه جوړ کړي او اوس يې رياست غواړي، چې د والي په مرسته يې له سيمې وباسي.

د کډوالو چارو رييس وايي، چې د UNHCR, NRC, IRC موسسو په مرسته کوښښ کوي چې درې نمونې ښارګوټي جوړ کړي، په هر يوه به يې لس مليونه ډالره لګښت راځي.

د فقيرزي په وينا، له دغو ښارګوټو څخه د سراچې علي خان د ښارګوټې د څښاک د اوبو په برابرولو، سړکونو، ښوونځيو او کلينيکونو په جوړولو تر اوسه يونيم مليون ډالره لګېدلي دي.

نوموړى وايي، چې د هېواد له دننه له بې ځايه شوو سره يې د خوراکي توکو، خېمو او کورنيو څارويو دوامداره مرستې کړې دي.

د کډوالو چارو رييس اندېښنه وښوده، چې په روان پسرلي کې به له پاکستانه د لسګونه زره کورنيو ستنول پيل شي، چې په وينا يې ډېر به يې په پټه په ننګرهار کې واړوي.

فقيرزي زياته کړه: ((وزارت خبر راکړى، چې سږ کال پاکستان غواړي د کوهاټ او چکدرې کمپونه په زور راوشړي، چې شمېر يې نږدې سل زره کورنيو ته رسېږي.))

د کډوالو رييس هيله څرګنده کړه، چې په راتلونکو دوو مياشتو کې به د جاپان په توکيو او سويس هېواد کې د کډوالو په اړه نړيوالو کنفرانسونه جوړ شي، چې له راستنو شوو کډوالو سره به د مرستو د جاري ساتلو په اړه په کې ټينګار وشي.