کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵): د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، پرون د هېواد په اوو ولایتونو کې ۸۹۸ راستنو شوو کډوالو کورنیو ته د استوګنې نمرې وېشل شوې دي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کډوالو د دایمي مېشتېدو او د ځمکو د وېش کمېټې، چې مشري یې د کور او ښارجوړولو وزارت کوي، یادې نمرې پر راستنو شوو کډوالو وېشلې دي.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې ۳۰۵ کورنیو، په فراه کې ۱۰۶ کورنیو، په هلمند کې ۱۲۷ کورنیو، په غزني کې ۵۰ کورنیو، په نیمروز کې ۱۰۰ کورنیو، په پکتیکا کې ۱۰۰ کورنیو او په فاریاب کې ۱۱۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو ته د استوګنې نمرې وېشل شوې دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه راستنو شوو کډوالو ته د وېشل شوو استوګنیزو نمرو شمېر ۴۰ زره او ۴۱۳ ته رسېدلی دی.
سرچینې لیکلي چې د راستنو شوو کډوالو د ملاتړ، د هغوی د دایمي مېشتېدو او د ژوند د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د ځمکو د وېش لړۍ دوام لري.