ژبه

تېره ورځ هېواد ته د څلورو بندرونو له لارې څه باندې ۶۰۰ کورنۍ راستنې شوې دي

هجرت‌الله کاکړ

۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۴:۲۶

Views: ۲

کابل (پژواک، ۲۰غبرګولی ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي چې تېره ورځ هېواد ته د څلورو بندرونو له لارې ۶۳۹ کورنۍ راستنې شوې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت نن پر خپله اېکس‌پاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې ورځنی راپور خپور کړی دی.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم دروازې له لارې ۵۳۹ کورنۍ چې ۲۹۹۴ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، ۴۰۶ کورنۍ چې ۲۲۸۴ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې یو میلیون او څه باندې ۷۴۹ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۴۸۴ کورنیو سره په ټولیز ډول څلور میلیون او ۸۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي.

د کندهار د سپین‌بولدک بندر له لارې هم ۵۴ کورنۍ چې ۲۹۸ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.

د مسوولینو په خبره، له دې ډلې ۳۸ کورنۍ چې ۲۱۲ کسان کېږي، کابل ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره څه باندې ۴۱۸ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په سپین‌بولدک کې له ۷۲ کورنیو سره په ټولیز ډول ۶۰۸ زره افغانۍ مرسته شوې او خوراکي، روغتیایي او مخابراتي خدمات هم ورته وړاندې شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۰ کورنۍ چې ۱۱۰ کسان کېږي، هېواد ته راستې شوې او همدارنګه ۶۵۲ مسافر هم ته راستانه شوي دي
د نغدي مرستې برخه کې له پنځو کورنیو سره په ټولیز ډول ۳۴ زره افغانۍ مرسته شوې او ۳۷۷ کسانو روغتیایي خدمات ترلاسه کړي دي.

دغه‌راز، د هرات د اسلام‌کلا بندر له لارې هم ۱۶ کورنۍ چې۴۶ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي او په ټولیز ډول له ۱۵ کورنیو سره ۱۰۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

دغه‌راز، د انتقال او ترانسپورټ کمېټې په کابل کې ۱۳۹ کورنۍ چې ۷۹۳ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدولې او هغوی ته یې ۴۹۰ زره او ۷۴۰ افغانۍ د ترانسپورټ کرایه هم ورکړې ده.


سرچینې لیکلي، په ټوله کې ۶۳۹ کورنۍ چې ۳۴۴۸ کسان کېږي، هېواد ته راستانه شوي، ۵۸۳ کورنۍ چې ۳۲۸۹ کسان کېږي بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او له ۵۷۶ کورنیو سره مرستې شوې دي.