کابل ښار (پژواک ٢٣ کب ٩٠): د امريکا ولسمشر د وروستيو پېښو او په کندهار کې د يوه امريکايي سرتېري له خوا د بېګناه وګړو له زړه بوږنوونکو وژنو وروسته، له افغانستانه د امريکايي سرتېرو په وتلو کې هر ډول بېړه رد کړه.
دوه ورځې مخکې يوه امريکايي سرتېري د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د زنګ اباد په سيمه کې په څلورو کورونو کې شپاړس ملکي وګړي و وژل او پنځه نور يې ټپيان کړل.
دغه پېښه له کلکو غبرګونونو سره مخ شوه او ولسمشر کرزي په کلکه غندلې او هغه يې يو قصدي او نه بښونکى عمل بللى دى.
خو د امريکا ولسمشر بارک اوباما وويل: ((ښکاره خبره ده، هغه څه چې په دې اونۍ کې رامنځته شول، يوه زړه بوږنوونکې غميزه وه، ما نېغ په نېغه افغان ولسمشر حامد کرزي ته د امريکا د خلکو احساس په ډاګه کړ. هر کله چې وحشتناکې پېښې رامنځته کېږي او ملکي وګړي، په ځانګړې توګه بېګناه ماشومان په کې وژل کېږي، موږ ټول يې په اړه اندېښمن يو.))
اوباما تېره ورځ له سيمه ييزو خبري رسنيو سره په خبرو کې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو په مسؤولانه وتلو ټينګار وکړ او زياته يې کړه: ((زموږ لپاره مهمه ده، څو ځان ډاډه کړو، چې يوه مسؤولانه کړنلاره مو غوره کړې ده؛ داسې چې موږ په پايله کې بېرته شاه ته ستانه نه شو… خو هغه څه چې موږ يې په دې لاره کې نه غواړو ترسره کړو، دا ده چې، له افغانستان څخه د سرتېرو په وتلو کې بېړه ونه کړو.))
هغه په داسې حال کې، چې ځان يې له افغانستان څخه د امريکايي سرتېرو په خوندي ايستو هوډمن وباله، زياته کړه: ((تاسو پوهېږئ، يوه لسيزه کېږي چې موږ دلته يو، اوس موږ اسامه بن لادن ترلاسه کړى دى، القاعده مو کمزورې کړې ده، موږ د لېږد لپاره د دوو يا درېيو کلونو د پخوا په پرتله په يوه قوي موقف کې يو.))
د امريکا و لسمشر زياته کړه، مهمه ده څو ډاډ ترلاسه شي، چې امريکايي ځواکونه له اړتيا زيات وخت په افغانستان کې نه پاتې کېږي.
اوباما ټينګار وکړ، چې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو زياته مرګ ژوبله له لوژستيکي پلوه ډېره پېچلې ده او زياته يې کړه، چې له عراق نه د وتلو د څرنګوالي په پام کې نيولو سره له افغانستان څخه وتل هم په مسؤولانه ډول ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ايساف عمومي قوماندان جان الن ويلي دي: ((موږ د افغانستان نجيبو خلکو ته د يوې چټکې او کره څېړنې د ترسره کولو ډاډ ورکوو.))
دغه امريکايي قوماندان زياته کړې، چې دغه پېښه په هېڅ ډول نه شي کولى د افغانانو له ارزښتونو او د هغوى پر وړاندې د ايساف ځواکونو له درناوي او احساس نه استازيتوب وکړي او نه هم په هغو همکاريو او مشارکت، چې ايساف ځواکونه يې له افغان امنيتي ځواکونو سره ترسره کوي، اغېزه کولى شي.