کابل ښار(پژواک د کب ٢٣مه ٩٠): ډاکټر عبدالله ،عبدالله د سوېډن له بهرنيو چارو وزيرسره دلېدنې په ترڅ کې وويل،چې افغان ولس له نړيوالې ټولنې څخه دا تمه لري څو: (( د افغانانونو ترڅنګ ثابت قدمه او پايداره ودرېږي او له تروريزم سره مبارزه دې په نيمه لار کې نه پرېږدي.))
دامطلب د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغانستان دملي ايتلاف په خبرپاڼه کې بيان شوى دى.
سرچينه کاږي،چې د سوېډن د بهرنيو چارو وزير کارل بلټ ،چې په پلاوي کې ورسره پنځه تنه نور هم شامل و،له غرمې مخکې يې له عبدالله سره دلېدنې په ترڅ کې د بېلابېلو سياسي او امنيتي موضوع ګانو په اړه خبرې اترې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي دي،چې په دې لېدنه کې عبدالله له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه د سوېډن له مرستو څخه د مننې تر څنګ ټينګار وکړ،چې افغان ولس د بشپړ امنيت ترټينګېدو او د (( ترهګرۍ)) د ريښوو تر وچولو پورې خپل مزل ته دوام ورکوي.
عبدالله ويلي دي،چې په ټاکنو کې دخلکو له پراخ ګډون او په ټاکنو کې د روڼتيا له تضمين پرته ډموکراسي شونې نه ده.
نوموړي دخبرو په جريان کې له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل ،چې له افغانستان سره دې خپلې کړې ژمنې ترسره کړي او له ٢٠١٤کال څخه وروسته دې هم ،د افغان ولس ترڅنګ ودرېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي،چې د سوېډن د بهرنيو چارو وزير له ډاکټر عبدالله سره دلېدنې پرمهال ټينګار وکړ،چې يو ارامه او باثباته افغانستان دهغوى له سترو موخو څخه دى.
سرچينه کاږي،چې کارل بلټ په افغانستان کې د شته سياسي بهير د دوام په اړتيا او د ډموکراسۍ په غښتلتيا ټينګار وکړ او ويې ويل: ((چې موږ په افغانستان کې د سياسي بهير د قوي کولو ، بې پرې ،عادلانه او رڼو ټاکنو څخه ملاتړ کوو او دا موضوع په هغوو لېدنو کې ،چې له افغان چارواکو سره مو درلوده، پرې ټينګار شوى دى.))