ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درې طالب قوماندانان ونيول شول

درې طالب قوماندانان ونيول شول

author avatar
14 Mar 2012 - 15:05
درې طالب قوماندانان ونيول شول
author avatar
14 Mar 2012 - 15:05

لښکرګاه (پژواک ٢٤ کب ٩٠): په هلمند کې چارواكي وايي، بهرنيو ځواكونو په كجكي ولسوالۍ كې عمليات پيل کړي، چې تر اوسه درې طالب قوماندانان نيول شوي او يو وژل شوى، خو طالبان وايي، چې د دوى شپږ ملګر وژل شوي دي.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ مرستيال سمونوال محمد اسمعيل هوتك د كب په ۲۴مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې بهرنيو ځواكونو له تېرې ورځې راهيسې د كجكي ولسوالۍ په ګندومريز او شاوخوا سيمو كې عمليات پيل كړي دي.

د ده په وينا، په دغو عملياتو كې يواځې بهرني ځواكونه برخه لري او تر دې دمه په کې يو وسلوال طالب وژل شوى او درې طالب قوماندانان نيول شوي دي.

نوموړي وويل، چې طالب قوماندانان په داسې حال كې نيول شوي دي، چې د عملياتو پر مهال يې وژل شوى طالب خاورو ته سپاره.

ده زياته كړه، چې په يادو عملياتو کې تر دې دمه بهرنيو ځواكونو ته زيان نه دى اوښتى.

خو د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي پژواك اژانس ته وويل، چې په ګندومريز سيمه كې د ماينونو په چاودنو كې ګڼ شمېر بهرني سرتېري وژل شوي دي.

د هغه په وينا، په دغو عملياتو كې د دوى شپږ وسلوال هم وژل شوي دي او په وينا يې، عمليات اوس هم دوام لري.

په دې اړه بهرنيو ځواکونو تر اوسه څه نه دي ويلي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.