Language

د امريكا د دفاع وزير د هلمند له والي سره وكتل

لښکرګاه (پژواک ٢٤ کب ٩٠): د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا د هلمند ولايت په شوراب پوځي اډه کې د هلمند له والي محمد ګلاب منګل سره وکتل.

د هلمند د والي وياند داوود احمدي نن (د کب ٢٤مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې کتنه کې پر ګلاب منګل سربېره يو شمېر نور دولتي چارواکي هم شامل وو.

د هغه په وينا، د امريکا د متحده ايالتونو د دفاع وزير ليون پنيټا په دې ليدنه کې وويل، چې د امنيتي مسووليتونو لېږد او د ځواكونو وتل توپير لري او دوى به تر هغې په افغانستان كې پاتې وي، چې افغانان يې وغواړي.

نوموړي وويل، چې د امريكا د دفاع وزير د هلمند رهبري وستايله، د خپلو مرستو پر دوام يې ټينګار وكړ او په دې ولايت كې يې د امنيتي مسووليتونو د لېږد ملاتړ هم وكړ.

افغانستان ته د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا سفر په داسې حال کې دى، چې درې ورځې وړاندې د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په زنګ اباد سيمه کې امريکايي ځواکونو ١٦ ملکي کسان په خپلو کورونو کې ووژل او پنځه نور يې ټپيان کړل.

د احمدي په وينا، د هلمند والي محمد ګلاب منګل د امريکا له دفاع وزير څخه وغوښتل، چې بايد د هلمند ګډه پوله چې له ځينو ګاونډيو هېوادونو سره يې لري، كنټرول شي او د دې ترڅنګ د نشه يي توكو پر وړاندې مبارزه نوره هم چټكه شي.

د يادونې وړ ده، چې د امريکا متحده ايالتونو د دفاع وزير ليون پنيټا، نن په ناڅاپي سفر افغانستان ته راغى او په کابل کې له نورو لوړپوړو افغان چارواکو له ليدلو پرته د هلمند ولايت ته ولاړ.