Language

کابل (پژواک ٢٤ کب ٩٠): د افغانستان لپاره د توکيو کنفرانس د چمتووالي په لړ کې په کابل کې بين الوزارتي غونډه جوړه شوه.

د افغانستان په اړه د توکيو نړيوال کنفرانس د روان زېږديز کال په جولاى مياشت کې جوړېږي.

په دې کنفرانس کې به تر ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته چې افغانانو ته د چارو د لېږد بهير بشپړېږي، تر ٢٠٢٤ کال پورې به نړيواله ټولنه په مالي او اقتصادي برخو کې له افغانستان سره د مرستو ژمنه وکړي.

د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال وويل، چې د چمتووالي په موخه د افغانستان حکومت هڅه کوي، د توکيو کنفرانس ته د افغانستان د غوښتنو او اړتياوو يو بشپړ سند وړاندې کړي.

زاخېلوال د نړيوالو مرستو د دوام لپاره په افغانستان پر ښې حکومتوالۍ ټينګار وکړ.

نوموړي ښه حکومتوالي له افغانستان سره د نړيوالو مرستو د دوام له شرايطو ياد کړ، چې د ده په وينا، په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان حکومت په بېلابېلو برخو کې ښې لاسته راوړنې درلودې؛ خو له دې سره سره لا هم ځينې ستونزې پرځاى پاتې دي.

نوموړى په افغانستان کې د امنيت ټينګښت، پانګونه او د دې هېواد پراختيا هغه څه ياد کړل چې د ده په وينا، په ښې حکومتوالۍ پورې تړلي دي.

هغه زياته کړه: ((ښه حکومتداري د افغانستان د خلکو او نړيوالې ټولنې غوښتنه ده.))

د ولسمشر سلاکار وزير هدايت امين ارسلا وويل، چې د ښې حکومتوالۍ د رامنځ ته کولو پر وړاندې لا هم ډېرې ستونزې شته.

د ولسمشر سلاکار، ښه حکومتوالي د امنيت او پراختيا بنسټ ياد کړ او زياته يې کړه: ((ښه حکومتداري په اصل کې د امنيت او پرمختګ بنسټيزه ستنه ده، د ښې حکومتدارۍ په رامنځ ته کولو سره کولای شو، چې پرمختګ هم وکړو او سوله هم تضمين کړو او په عين وخت کې به وښيي، چې لا هم زموږ پر وړاندې ستونزې پرتې دي او بايد چې له منځه يې يوسو.))

د ماليې وزير وويل، دوى به د توکيو په کنفرانس کې له نړيوالې ټولنې وغواړي، چې د افغانستان د پرمختګ لپاره د خپلو مرستو کچه او د مرستو لګولو ساحه څرګنده کړي.

د ده په وينا، د افغانستان حکومت هڅه کوي، ترڅو د نړيوالې ټولنې د مرستو د جذب او د ښه مصرف لپاره اساسي اړتياوې معلومې او د دغو اړتياوړ په پام کې نيولو سره د باور وړ يو پلان د کنفرانس ګډونوالو ته وړاندې کړي.

هغه زياته کړه: ((داسې پلان چې په هغه کې شاخصونه معلوم شوي وي، زماني قيد ولري، د ارزونې وړ وي، چې لاس ته راونې او نه لاس ته راوړنې هم په کې ښکاره شي او بيا هم داسې يو سند جوړ کړو، چې په لومړي ګام کې زموږ د خلکو د غوښتنو انعکاس په کې وي او همدا شان په هغه شکل چې موږ ګورو، زموږ د حکومتدارۍ اړتياوې په کې انعکاس شوې وي.))

زاخېلوال وويل، په داسې حال کې چې لا هم د افغانستان عادي بودجه د نورو هېوادونو له مرستو تمويلېږي، داسې اندېښنې شته چې د لېږد تر نېټې وروسته په دغو مرستو کې کموالى راشي.

 هغه همداراز وويل، چې که څه هم اوسمهال له افغانستان سره په کېدونکو مرستو کې د مرسته کوونکو هېوادونو له خوا يو لړ شرايط شته؛ خو زياته يې کړه چې دا شرايط به تر ٢٠١٤ کال وروسته زياتوالى ومومي.

زاخېلوال وويل، چې نړيواله ټولنه بايد له افغانستان سره د بنسټيزو پروژو په رغولو کې مرسته وکړي.