Language

کابل (پژواک ٢٩ کب ٩٠): د ميدان وردګو والي وايي چې په دې ولايت کې امنيتي وضعيت تر ډېره بريده ښه شوى او د روان کال په عوايدو کې ٧٢ ميليونه افغانۍ زياتوالى راغلى دى.

د ميدان وردګو والي محمدحليم فدايي، نن د ميدان وردګو د امنيتي وضعيت او په دې ولايت کې په کرنيزو، اقتصادي او نورو برخو کې د شويو پرمختګونو په اړه په کابل کې خبريالانو ته معلومات ورکړل.

فدايي وويل چې په روان ١٣٩٠ کال کې چې نن يې وروستۍ ورځ ده، د دې ولايت راټول شوي عوايد ١٢٨ ميليونو افغانيو ته رسېږي.

هغه وويل چې دغه عوايد د ترانسپورت، برېښنا، مخابراتو، ښاروالۍ او نورو سرچينو له لارې ترلاسه شوي دي.

دى وايي، چې تېر کال د دې ولايت عوايد ٥٦ ميليونه افغانۍ و.

ده د خلکو همکاري، په پلانونو کې روڼوالى او د فساد مخنيوى د عوايدو د ډېرېدو لاملونه ياد کړل.

فدايي وويل چې په روان کال کې په ټوليزه توګه د دې ولايت لپاره ٢٢٢ پروژې په پام کې نيول شوې وې، چې ١٨٣ پروژې يې بشپړې شوې او يا هم تر کار لاندې دي.

د ده په وينا، دغه پروژې د ولايت په کچه په جوړ شوي پلان کې شاملې وې، چې په اقتصادي او انکشافي برخو کې د ميدان وردګو ولايت لپاره له خلکو سره په تفاهم جوړ شوى وو.

هغه په دې اړه د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې له يادو پروژو څخه ٥٩ يې د کرنې په برخه کې دي.

 دى وايي چې په تېر يو کال کې ٢٩٠٠ ټنه غنم پر خلکو وېشل شوي دي.

 فدايي د ميدان وردګو امنيتي وضعيت د تېر په پرتله ښه ياد کړ او زياته يې کړه، چې اوسمهال ټولو ولسواليو ته دولتي چارواکي له کومې ستونزې پرته تلاى شي.

هغه زياته کړه: “تر چک ولسوالۍ پورې، زموږ ولسوال په دوو رنجرو کې ځي راځي چې دا يو وخت ممکن نه وو، اوس موږ داسې ولسوالۍ نه لرو چې د هوا له لارې موږ لاړ شو او د ځمکې له لارې موږ ونه شو کولى چې لاړ شو.”

Related Topics