Language

غزني ښار (پژواک د وري لومړۍ نېټه ٩۱): د غزني امنيتي چارواکي وايي چې د نوروز په مېله کې د امنيتي پېښو د ترسره کولو په تور يې څلور شکمن كسان نيولي دي.

د غزني ولايت د ملي امنيت رييس سيد امير شاه نن (د وري لومړۍ نېټه) پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دوى د نوي كال د نوروز مېلې لپاره د امنيتي تدابيرو پر مهال څلور شکمن کسان ونيول.

نوموړي زياته كړه، چې د خپلو لومړنيو هڅو په لړ كې يې يوه څلور كسيزه ډله، چې غوښتل يې د نوروز مېلې امنيت خرابه كړي، د غزني ښار د دهاجي په سيمه كې په يو كور كې نيولې ده.

د هغه په وينا، دغو خلكو د ترهګريزو كړنو تابيا نيولې وه، چې دوى پرې شنډې كړې.

سيداميرشاه زياته كړه، چې نيول شوي كسان په سړي تښتونو كې هم لاس لري.

د ده په وينا، د دې ډلې نور شپږ تنه نور ملګري او مشر يې څو ورځې وړاندې هغه مهال ونيول شول، چې له غزني ښار څخه يې يو اتلس كلن ځوان تښتولي وو او وروسته يې وواژه