مزارشريف (پژواك ٦ ورى ٩١): د هېواد په كچه د ۱۳۹۰لمريز كال د كانكور په ازموينه كې د ډېرو نومرو ګټونكى زده كوونكى وايي، چې غواړي ډاکټر شي او له دې لارې د خپلې ټولنې خدمت وکړي.
د لوړو زده کړو وزارت پرون اعلان وکړ، چې د هېواد په كچه د تېر كال د كانكور په ازموينه كې د بلخ ولايت د مزارشريف ښار اوسېدونكى ۲۰ كلن محمد سردار رضايي دى، چې د ۳۲۱ نومرو په ګټلو يې په دغې ازموينه كې لومړى مقام ګټلى دى.
نوموړي د وري په ۶مه، پژواك خبري اژانس سره په ځانګړې مركه كې وويل، چې تېر كال د مزارشريف ښار د سلطان غياث الدين لېسې څخه فارغ شو او په بلخ پوهنتون كې يې د كانكور په ازموينه كې برخه واخيسته.
رضايي، د خپل برياليتوب راز د خپلې كورنۍ ملاتړ او ورته د هراړخيزو اسانتياوو برابرول وګڼل.
نوموړي زياته كړه: ((زه له يوې غريبې كورنۍ سره تړاو لرم، پلار مې سپين ږيرى دى، له ما دوه مشران وروڼه دي، چې يو يې زرنج رېکشه چلوي او بل يې پنچرمين دى، همدوى پر ما سبق ووايه.))
د هغه په وينا، د ده په زده كړو كې د ۲۶ كلن حسن ورور ډېر لاس دى، چې د پنچرمينۍ له لارې يې پيسې وګټلې او ده ته يې د زده كړو زمينه برابره كړه.
رضايي وويل چې مشر ورور يې ترې بېل دى؛ خو ورپسې ورور يې دى هېڅكله كار ته نه پرېښود، هيله يې درلوده، چې دى بايد زده كړې وكړي.
نوموړي زياته كړه: ((ماته په كور كې ځان ته كوټه بېله شوې وه، ما هم له لسم ټولګي څخه په منظم ډول زده كړې كولې او د كورنۍ هيلې مې پر ځاى كړې.))
رضايي د كانكور په ازموينه كې د كابل پوهنتون معالجوي طب غوره كړى و او همدې پوهنځي ته بريالى شوى دى.
نوموړي وويل، چې له لسم ټولګي څخه ورسره دا هيله پيدا شوه، چې بايد ډاكټر شي او په همدې تمه يې په زده كړو كې خواري پيل كړې وه.
د هغه په وينا، دى ګومان كوي چې د ډاكټري له لارې به ټولنې ته هم ښه كار وكړي او د خپلې كورنۍ ژوند كې به هم مثبت بدلون راولي.
د محمد سردار رضايي كورنۍ هم د ده برياليتوب ته خوښه ده او وايي، چې تر پايه به ورسره وي او ملاتړ به يې كوي.
د نوموړي ورور محمد حسن، پژواك خبري اژانس ته وويل چې داسې فكر كوي، لكه په خپله چې په ژوند كې له ستر برياليتوب سره مخ شوى وي.
محمد حسن زياته کړه: ((سردارجان زموږ په كورنۍ كې لومړى كس دى، چې سبق يې پيل كړ، له ده موږ دوه مشران وروڼه و چې دواړه بې سواد يو، مور پلار مو بې سواده دي؛ نو ټولو كوشش كاوه، چې له دې وروره يو څه جوړ كړو.))
نوموړي زياته كړه، چې په خپله به يې د كور د اړتياوو د پوره كولو په موخه تر ناوخته كار كاوه؛ خو خپل ورور يې كار ته نه پرېښود او دا زمينه يې ورته برابروله چې درس ووايي.
د هغه په وينا، ورور يې له دوى سره وفا وكړه، زحمت يې ووېست او اوس يواځې د دوى نه، بلكې د ټول بلخ وياړ دى.
د سردار رضايي د ښوونځي مسوولين وايي، چې له پيله يې له ده څخه همداسې هيله درلوده، چې بايد ستر سړى شي.
د سلطان غياث الدين لېسې مدير مير رحمت الله محمودي پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د دوى له لېسې څخه د تېر كال په ازموينه كې نږدې ۶۰۰ زده كوونكو برخه اخيستې وه، چې نږدې ۳۰۰ يې بېلا بېلو پوهنځيو ته بريالي شوي دي.
نوموړي د رضايي په اړه وويل، چې دى ورسره له نهم ټولګي څخه زده كوونكى دى، چې په لومړي كال كې په خپل ټولګي كې ۵۴ نمبر باندې و، چې تر يوولسمه رسېدو پورې يې ځان اول نمبر ته ورساوه.
د هغه په وينا، د رضايي خويونو او له زده كړو سره مينې دوى ته دا تمه پيدا كړې وه، چې له ده به ستر سړى جوړېږي چې همداسې وشول.
د بلخ ولايت د پوهنې رياست مسوولين هم له دغه ولايت څخه د يوه زده كوونكي له لوري د لوړو نومرو ګټل، د ځان لپاره وياړ بولي.
د دغه رياست وياند كبير بريالي پژواك ته وويل، چې په تېر كال كې له بلخ ولايت څخه نږدې ۸زره زده كوونكو د كانكور ازموينه كې برخه واخيسته، چې نږدې ۴زره يې بېلا بېلو پوهنځيو ته بريالي شوي دي.
نوموړي زياته كړه، دوى خوښ چې د همدې زده كوونكو په ډله كې رضايي هغه كس و، چې د هېواد په كچه يې په كانكور كې لوړې نومرې واخيستې او دوى ته يې وياړ وباښه.
د هغه په وينا، دوى هڅې پيل كړي چې د رضايي د هڅونې او د هغه د ښو لوړو زده كړو د اسانتيا برابرولو په موخه د بلخ ولايت له مقام سره وګوري.
رضايي په پاى كې زده كوونكو ته د پيغام په توګه وويل، كه چېرې هر زده كوونكى د هرې ورځ درس په هماغه ورځ زده كړي او د خپلو درسي ستونزو د حل په موخه زيار وباسي، نو د هېواد راتلونكى به مو روڼ وي.