غزني ښار (پژواك ۶ ورى ۹۱): د ملي اردو چارواكو په غزني کې د عملياتو پر مهال د وسلوالو مخالفينو د يوه قوماندان د نيولو خبر وركړ.
دغه قوماندان، نن له يو موټرسايكل او يوې مخابرې سره يوځاى د غزني د قره باغ او اندړو ولسواليو ترمنځ د كلاخېلو په سيمه كې نيول شوى دى.
په غزني كې د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان جنرال داوود شاه وفادار پژواک خبري اژانس ته وويل، ملا عبدالواحد چې په مسلم شهرت لري، د غزني د واغز ولسوالۍ اوسېدونکى دى.
وفادار زياته کړه، چې نوموړي د غزني په اندړو او قره باغ ولسواليو کې د دولت پر ضد وسلوال فعاليت کاوه، په دولتي سرتېرو يې بريدونو او ماين چاودنو کې لاس درلود.
د ملي اردو ځواكونو له لوري نيول شوى قوماندان، نن مازيګر ناوخته رسنيو ته وښودل شو.
ملا عبدالواحد د رسنيو په وړاندې وويل، چې په اندړو کې د امنيتي ځواکونو پر خلاف ګڼ بريدونه کړي او په لارو کې يې ماينونه ځاى پر ځاى کړي دي.
ياده دې وي، چې د ملي اردو چارواکو په غزني کې تېره اونۍ د يوولسو وسلوالو مخالفينو د نيولو خبر ورکړى وو.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن