ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
26 Mar 2012 - 12:22
د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
26 Mar 2012 - 12:22

کابل ښار (پژواک ٧ ورى ٩١): له سيمه ييز اقتصادي کنفرانس څخه د افغانستان غوښتنې، د سولې د پروسې برخليک، د الکترونيکي تذکرو وېش او په کابل کې د برېتانيې د سفير څرګندونې د نن چاپ ورځپاڼو غټ سرټکي دي.

د هشت صبح ورځپاڼه په نننۍ ګڼه کې په تاجکستان کې د ريکا په نوم د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو له پنځمې غونډې څخه، چې د څلوېښتو هېوادونو په ګډون جوړه شوې، د افغانستان غوښتنې څېړي او په دې اند ده چې افغانستان په اقتصادي برخه کې د هغو خاصو ځانګړتياوو او وړتياوو څخه برخمن دى، چې د سيمه ييزو همکاريو په تړاو به وکولاى شي سترې لاس ته راوړنې خپلې کړي.

دغه ورځپاڼه د افغانستان د سوداګرۍ د ترانزيټي او تدارکاتي لارې پر سر د ايران او پاکستان له خوا د ستونزو جوړونه غندي او ليکي، چې اساسي تمه دا ده، چې ايران، پاکستان او د سيمې نور هېوادونه له ترانزيټي لارو د اقتصادي لارو او سرچينو په توګه کار واخلي او دغو لارو ته له سياسي اړخه په کتلو سره د نورو لپاره چانسونه له منځه يونه سي.

هشت صبح ورځپاڼه د هغو لاملونو په شمېرلو سره، چې د دې ورځپاڼې په اند د هغې له امله افغانستان ته سيمه ييزه همکاري ګټوره پرېوځي، په دې اند ده، چې دغه ډول همکارۍ تر ٢٠١٤ کال وروسته د افغانستان لپاره خورا ګټورې او د اهميت وړ دي.

د افغانستان ورځپاڼه د وګړو د کره سرشمېرنې په نه شتون کې د الکترونيکي تذکرو وېش ته پاملرنه کړې او په دې اند ده، چې افغانستان د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو او د نوي حکومت تر پيل وروسته نه دى توانېدلى د افغانستان د خلکو سرشمېرنه په دقيقه بڼه ترسره کړي.

دغه ورځپاڼه پخواني حکومتونه هم تورنوي، چې د بېلابېلو لاملونو له امله قومي او قبيلوي تعصب هم په کې شامل وو، د افغانستان د خلکو کره سرشمېرنه يې نه ده غوښتې او د ورځپاڼې په خبره دغه رسم اوس هم پر خپل ځاى پاتې دى.

د افغانستان ورځپاڼې د سرمقالې ليکوال په دې اند دى چې په اوسنيو شرايطو کې د الکترونيکي تذکرو وېش يو مهم او د پام وړ پرمختګ شمېرل کېږي، خو په دغه ټکي هم ټېنګار لري، چې د اساسي ستونزې د حل په موخه بايد افغان دولت د ملي او نړيوالو امکاناتو په کارولو سره د افغانستان د خلکو کره او علمي سرشمېرنه ترسره کړي.

د محور او خدمتګار ورځپاڼو په افغانستان کې د بريتانيا د سفير ويليم پيټي هغه څرګندونې څېړلې دي، چې وايې په قطرکې د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو په ټپه درېدل د اندېښنې وړ خبره نه ده.

محور ورځپاڼه په دې اړه ليکي، چې په افغانستان کې د سولې پروسه کله د امريکا او کله هم د طالبانو له خوا له خنډونو سره مخ کېږي او ليکي، چې د سولې له پروسې سره د امريکايانو او طالبانو ساړه چلند له ځينو افغانانو سره داسې اندېښنه پيدا کړې ده، چې د سولې بهير هسې د وخت تېرولو يوه پلمه ده.

دغه ورځپاڼه په دې اند ده، چې که د سولې ځنډېدل د هر چا لپاره هره معنى ولري، خو د افغانانو لپاره يې يوه شېبه ځنډېدل هم د نورې وينې تويېدنې او بربادۍ په معنى دي.

د خدمتګار ورځپاڼه هم د برېتانيې د سفير همدغو څرګندونو ته په ګوت نيونې سره ليکي، چې طالبانو يو ځل جګړه ازمايلې او د ورځپاڼې په خبره بيا ازمايل يې په كار نه دي.

دغه ورځپاڼه د سولې لپاره د ترسره شويو هلو ځلو او د طالبانو نظرياتو تر څېړنې وروسته ليکي چې دا به د طالبانو لپاره غټه تېروتنه وي چې د جګړې له لارې پر سوله او واك باوري وي ځكه د ورځپاڼې په خبره ورځ تر بلې د پولې په دواړو غاړو كې پر طالبانو شرايط تنګيږي.

همدارنګه د سرنوشت ورځپاڼه په خپله نننۍ سرمقاله کې د سولې د پروسې او په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو ناکامۍ ته په اشارې سره دا پوښتنه را ولاړوي، چې د افغان دولت له خوا د سولې پيل شوى بهير څه شو؟

سرنوشت ورځپاڼه په دې اند ده، چې امريکا په قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د خبرو اترو ناکامۍ ته په اشارې سره د هېواد په کور دننه د سولې پر خبرو سيورى وغوړاوه او د سولې لپاره يې د افغان دولت هڅې هم يو څه پيکه کړې، خو د ورځپاڼې په خبره، امريکا په قطر کې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په پيلولو سره د سولې پروسه مسخره او بې ارزښته کړه.

دغه ورځپاڼه همدارنګه له افغان دولت څخه تمه لري ترڅو له يوه اړخه بايد په بېړنۍ توګه د جګړې د پاى ته رسولو لپاره او له بله اړخه په هېواد کې د اوسني نظام د پايښت لپاره د سولې مسئله جدي ونيسي او د يوه منظم پلان او پروګرام له مخې د سولې بهير يو ځل بيا په قوت سره پيل کړي.

ويسا ورځپاڼه په خپله نننۍ سرمقاله کې د پارلمان د ځينو غړو هغه غوښتنه تر څېړنې لاندې نيولې ده، چې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ملکي کسانو په وژنه تورن امريکايي سرتېرى بايد په افغانستان کې محاکمه او همدلته سزا ورته ورکړل شي.

ويسا ورځپاڼه په دې اند ده، چې په امريکا کې د دغه سرتېري محاكمه ځكه د قناعت وړ نه شي بلل كېداى؛ چې هلته مدعي نه دى موجود او نه ورته دا زمينه مساعده ده چې د قاضي پر وړاندې خپل اسناد او دلايل وړاندې كړي.

ويسا ورځپاڼه له پارلمان څخه غواړي ترڅو د دې ترڅنګ، چې د خپلې غوښتنې تر شا ټينګ ودريږي، بايد د هغو وزيرانو د محاكمې غوښتنه هم وكړي، چې امريكا ته يې د افغانانو د وژلو د جواز سند په لاس وركړى و.

د ملي ارمان او ماندګار ورځپاڼو هم خپلې سرمقالې په افغانستان کې د فساد شتون او پراختيا ته ځانګړې کړې او دواړو ورځپاڼو حکومتي چارواکي د فساد په نه مخنيوي کې ګرم ګڼلي دي.

ملي ارمان ورځپاڼه تر دغه سرليک لاندې، چې د مفسدينو ټغر بايد ټول کړاى شي، ليکي چې د فساد پراختيا او خپرېدنه دومره څرګنده او حيرانوونکې ده، چې انسان پوهېږي، چې دا ټولنه نور د يوې پېښې پر لور روانه ده، چې نور بايد د مفسدينو ټغر ټول کړي.

دغه ورځپاڼه همدارنګه په دې اند ده، چې د افغانستان د خلکو ترمنځ د بېکارى لوړه کچه هم د فساد زېرمه ده او ليکي، چې خلک له ولسمشر او د هغه له مرستيالانو او د دولت له نورو لوړ رتبه چارواکو غواړي ترڅو دغه وضعيت ته د پاى ټکى کېږدي.

او په پاى کې د ماندګار ورځپاڼه د يوه غير دولتي ارګان او د کابل ښاروالۍ هغه اقدام ته اشاره لري چې د اداري فساد پر وړاندې د عمومي افکارو د را غونډولو په موخه يې په کابل ښار کې د ځغاستې مسابقه جوړه کړې وه او په دې اند ده، چې په دغه هېواد کې لس کلنې تجربې وښوده، چې په دې اړه مدني کړنې هېڅ تاثير نه شي غورځولاى.

ماندگار ليکي، په افغانستان کې له فساد سره مبارزه په يوه بې حيثيته بحث اوښتى، نور له فساد سره د مبارزې شعار په خپله د نورو مالي فسادونو لپاره زمينه برابروي، ټول هغه ارګانونه چې له فساد سره د مبارزې په نوم جوړ شوي دي، يوازې د پيسو او فنډ د راټولولو په موخه دا ډول خندوونکي ګامونه پورته کوي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.