ژبه

د ننګرهار سباون کرکټ لوبډلې پکتيکا ته ماتې ورکړه

عبدالمعيدهاشمى

۱۲ وری ۱۳۹۱ - ۱۳:۰۲

Views: ۴۸

جلال اباد  ( پژواک ١٢ ورى ٩١ ) : په ننګرهار کې د کرکټ چارواکي وايي، چې ددغه ولايت سباون لوبډلې په شل اوريزو سيالۍ کې د پکتيکا ولايت منتخبې لوبډلې ته په نهو منډو ماتې ورکړه.

د ننګرهار کرکټ بورډ مسوول طيب اخونزاده د وري په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا لوبه پرون مازيګر د ننګرهار پوهنتون په لوبغالي کې ترسره شوه.

هغه زيات  کړه، چې د ننګرهار سباون لوبډلې لومړى توپ وهنه وکړه او په ټاکل شويو شل اورونو کې يې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ١٥٩ منډې جوړې کړې.

نوموړى وايي، چې د ننګرهار د سباون لوبډلې له لوري په توپ وهنه کې عبدالکبير ٥٢ او ضياء الحق ٤٦ منډې ترسره کړې.

طيب اخونزاده وويل، چې په ځواب کې د پکتيکا لوبډلې ونه شواى کولى ،چې ياد هدف ترسره کړي او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې ١٤٧ منډې ترسره کړې او دغه راز دا لوبه د ننګرهار لوبډلې وګټله.

د سباوون لوبډلې لخوا عبدالکبير د پکتيکا درې لوبغاړي وسوځول او دلوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.