ژبه

داغستان افغانستان ته د ګډو تمریناتو لپاره خپل ورزشکاران رالېږي

هجرت‌الله کاکړ

جون 5, 2026 - 9:42 am

Views: 7

کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۵): د داغستان د ورزش وزیر ویلي چې د ځینو څانګو ورزشکاران افغانستان ته لېږي څو له افغان ورزشکارانو سره ګډ تمرینات ترسره او د ظرفیت لوړولو په موخه دوستانه سیالۍ ترسره کړي.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ادارې عمومي ريیس مولوي احمدالله وثیق د پټرزبورګ نړۍوال اقتصادي فورم په څنډه کې د داغستان جمهوریت د ورزش له وزیر ساجد سره کتلي دي.

سرچینه زیاتوي، په دې لیدنه کې دواړو لورو پر دوه اړخیزو ورزشي اړیکو او همکاریو خبرې وکړې.

سرچینه کاږي، د داغستان د ورزش وزیر ساجد ویلي چې دوی به د ځینو رشتو ورزشکاران افغانستان ته ولیږي، څو له افغان ورزشکارانو سره ګډ تمرینات ترسره کړي او د ظرفیت لوړولو په موخه دوستانه سیالۍ هم ولري.