کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۵): د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د «الماس جوبیلي» څلور اړخیزو نړۍوالو سیالیو په لړ کې نن شپه خپله دویمه لوبه د بنګلهدېش له ۲۳ کلنې کمعمره لوبډلې سره ترسره کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، دغه لوبه نن (پنجشنبه) ماښام اتهنیمې بجې ترسره کېږي.
یاده لوبه د مالدیف په پلازمېنه مالي ښار کې ترسره کېږي.
په دغو سیالیو کې د افغانستان، مالدیف او پاکستان ملي او د بنګلهدېش له ۲۳ کلنو کمعمره لوبډلې ګډون لري.
دغهراز، یادې سیالۍ د غبرګولي په ۱۱مه د مالدیف په پلازمېنه مالي ښار کې پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۰مې به دوام ولري.
د یادونې ده، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې مالدیف ته ماتې ورکړې ده.