ژبه

د قومي نښتو له امله شپږ تنه وژل شوي او ١١نور ټپيان دي

عبدالطيف ايوبى

۱۲ وری ۱۳۹۱ - ۱۴:۴۴

Views: ۵۸

چاريکار،قلعه نو (پژواک ١٢ورى ٩١): د پروان او بادغيس په ولايتونو کې د دوو قومي شخړو له امله شپږ کسان وژل شوي او يوولس نور ټپيان دي.

تېره شپه د پروان ولايت په سياه ګرد ولسوالۍ کې د قومي شخړې له امله پنځه تنه مړه او اوه نور ټپيان شول.

د سياه ګرد ولسوال محمدسعيد صديق د وري په ١٢مه پژواک ته وويل، چې دا نښته په سياه ګرد ولسوالۍ کې د محمدامير او دادالله په نومونو د دوو کورنيو ترمنځه رامنځته شوه.

د هغه په وينا، دا نښته هغه مهال پيل شوه، چې د محمدامير زوى د يوه نامعلوم دليل له مخې، د دادالله د قوم له لوري ووژل شو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ددې هلک د وژنې په ترڅ کې، خپلوانو يې د دادلله پر کور بريد وکړ، چې په پايله کې يې د محمدامير د قوم څلور غړي ووژل شول او اوه کسان له دواړو لوريو ټپيان شول.

د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال محمداکرم بيګزاد پژواک ته وويل، چې دهغوى د څېړنې ډله سېمې ته لېږدول شوې او خپلې څېړنې يې پيل کړې دي.

دهغه په وينا، تراوسه د نښتې او د محمدامير د زوى د وژلو اصلي لامل نه دى په ډاګه شوى.

د يوه بل خبر له مخې، د بادغيس ولايت په جوند ولسوالۍ کې د يوې قومي نښتې له امله يوتن وژل شوى او څلور نور ټپيان شول.

د بادغيس په ولايتي شورا کې د جوند ولسوالۍ د خلکو استازې ثريامحمدي نن د (وري په ١٢مه ) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا نښته تېره شپه د جوند ولسوالۍ د پادين په کلي کې ترسره شوه.

دهغه په وينا، دا نښته د ملادوست محمد او ملاعزيز د قومونو ترمنځ د ځمکې پرسر رامنځته شوې، چې په پايله کې يې د ملاعزيز د قوم يوتن وژل شوى او د ملادوست د قوم څلور غړي ټپيان شوي دي.

ميرمن محمدي زياته کړه، چې د امنيتي ځواکونو په همغږۍ سره په دې اړوند د څېړنو لپاره يو پلاوى لېږدول شوى دى.

د پادين د کلي يوه اوسېدونکي يارمحمد پژواک ته وويل : ((يادو قومونو له تيروختونو راهيسې څخه هم د ځمکې پرسر له يو بل سره نښتې درلودې.))

هغه څرګنده کړه،چې په دې نښته کې يوتن مړ او څلور نور ټپيان دي،چې ټپيان د هرات روغتون ته لېږدول شوي دي.

پژواک له ډيرو هڅو سره سره ونشواى کولى، څو د دواړو خواوو نظر ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څلور مياشتې مخکې هم د بادغيس ولايت په قادس ولسوالۍ کې ددوو قومونو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې يوتن وژل شوى او د دوو ښځو په ګډون درې نور ټپيان شوي و.