ژبه

افغانستان په کرکټ کې هالنډ ته ماتې ورکړه

جاويد هميم کاکړ

۱۲ وری ۱۳۹۱ - ۱۷:۰۱

Views: ۶۰

کابل (پژواک ١٢ ورى ٩١): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ په يوه نړيواله سيالۍ کې هالنډ ته ماتې ورکړه.

دا لوبه نن (د وري ١٢مه) د متحده عربي اماراتو د دوبۍ ښار په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا د وري په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغانستان ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل پچه وګټله او لومړى يې د هالنډ لوبډلې ته د لوبې کولو بلنه ورکړه.

هغه زياته کړه، چې د هالنډ لوبډلې په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو، ٢٥٧ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ٢٥٨ منډو هدف وټاکه.

د نوموړي په وينا، د افغانستان له لوري عزت الله دولتزي څلور، محمد نبي دوه، سميع الله شينواري او جاوېد احمدي يو يو لوبغاړى وسوځول.

وفا وويل چې د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړو، نن ډېره ښه مسلکي لوبه وکړه او ياد شوى هدف يې په ډېرې اسانۍ سره په اووه څلوېښتم اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.

هغه وايي چې د نننۍ لوبې ځانګړتيا دا وه، چې ملي لوبغاړي کريم خان صادق ډېره ښه لوبه وکړه او سليزه يې ووهله، د ده په سليزه کې څلور شپږيزې او ١٢ څلوريزې هم شاملې وې.

دغه راز په دې لوبه کې جاوېد احمدي ٤٣، محمد شهزاد ٣٧ او نوروز خان منګل ٤٥ منډې جوړې کړې.

کريم خان صادق د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

د يادونې وړ ده، چې وړمه ورځ د هالنډ لوبډلې افغانستان ته ماتې ورکړې وه.

د  ٢٠١٥ کال د نړيوالو يو ورځنيو اتلوليو د غوراوي لوبې د اتو هېوادونو ترمنځ له تېر يو کاله راهيسې روانې دي؛ دغه اته هېوادونه چې عبارت له افغانستان، ايرلينډ، کينيا، کاناډا، سکاټلينډ، هالنډ، متحده عربي امارات، نميبيا څخه دي، په خپلو کې څلور ورځنۍ لوبې هم کوي.

افغانستان د دې سياليو په څلور ورځنيو لوبو کې  دوه لوبې ګټلي، يو يې بايللي او يو يې برابر شوى دى او په يو ورځنيو کې يې شپږ لوبې کړي، درې ګټلې او درې يې بايللې او په دې سياليو کې هم په پنځم مقام کې قرار لري.