کابل (پژواک ١٣ ورى ٩١): د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول د دوه اړخيزه اړيکو او د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د قطر له چارواکيو سره د خبرو په موخه سبا دغه هېواد ته سفر کوي.
دغه څرګندونې دافغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند فرامرز تمنا د وري په ١٣مه په کابل کې خبريالانو ته وکړې.
هغه زياته کړه،چې زلمى رسول دغه سفر د قطر هېواد په رسمي بلنه ترسره کوي.
سرچينه وايي،چې په قطرکې وسلوالو طالبانو ته د دفتر پرانېستل او د افغانستان د سولې په پروسه کې د قطر ونډې ته د افغان دولت په خوښه د ميکانيزم جوړول، هم هغه څه دي، چې زلمى رسول به يې د قطر له چارواکيو سره په اړه خبرې وکړي.
فرامرز وويل ، افغان او د قطر چارواکيو د “ريکا” په سيمه ييزه ناسته کې وپتيله ، چې د سولې په پروسه کې به قطر په خپل هرډول نقش کې د افغانستان نظر، حاکميت او مشري په نظر کې نيسي.
د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو”ريکا” غونډه د وري په ٧مه په تاجکستان کې جوړه شوه .
فرامرز زياته کړه: ” هرډول نقش،چې قطر يا بل هر يو هېواد د افغانستان په سوله کې ترسره کوي، په هغه کې بايد د افغانستان نظر او مالکيت په نظر کې ونيول شي.”
فرامزر د قطر پروسه په افغانستان کې سولې او روغې جوړې ته د رسېدو له لارو وبلله او زياته يې کړه: ” د افغانستان حکومت به ټولې هغه لارې طى کړي ، چې پايله يې د سولې راتګ وي او په دې پروسه کې اسانتيا رامنځته کړي. “
شاوخوا څلور مياشتې مخکې د امريکا متحده ايالتونو او آلمان وپتيله ، چې وسلوالو طالبانو ته دې په قطر کې د سولې په اړه د خبرو په موخه دفتر پرانېستل شي.
وروسته د افغانستان دولت هم له دې هوډ سره هوکړه وکړه او طالبانو هم وويل چې له امريکا سره د (افهام او تفهيم) په موخه په قطر کې د دفتر پرانېستلو ته چمتو دي.
خو څو ورځې مخکې طالبانو وويل ، له دې امله ، چې امريکا د سولې په خبرو کې ثابت دريځ نه لري ، د سولې په اړه خبرې دروي.
دغه راز طالبانو ويلي ،چې د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوي، ځکه چې د پرېکړو واک نه لري.
طالبانو ته په قطر کې د دفتر پرانېستل او له امريکايي زندانونو د طالب بنديانو خوشې کېدل له امريکا څخه د طالبانو غوښتنې وې، چې تراوسه نه دي پوره شوي.
تېره ورځ د افغانستان دسولې د عالي شورا يوه غړي وويل چې امريکا له ګوانتانامو د پنځو طالب بنديانو له خوشې کولو سره په دې شرط هوکړه کړې ، چې قطر به له يادو زندانيانو سمه څارنه کوي او نه به يې پرېږدي، چې بيا تاوتريخوالي ته لاس واچوي.
د سياسي چارو کارپوه محمدحسن حقيار وايي، چې قطر ته د سفر پر مهال د ډاکتر زلمي رسول د خبرو اصلي موضوع ښايي له وسلوالو طالبانو سره د خبرو کول او په قطر کې د دفتر پرانېستل وي.
نوموړى دغه سفر په داسې حال کې مهم بولي، چې په دې وروستيو کې د سولې په برخه کې يو لړ پرمختګونه شوي دي.
د حقيار په وينا، د بګرام د زندان چارې افغان ځواکونو ته سپارل او له ګوانتانامو زندان څخه د افغان حکومت د پلاوي ليدنه مهم ګامونه دي، چې ښايي د سولې په لاره کې ګټور ثابت شي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمى رسول په داسې حال کې قطر ته رسمي سفر کوي، چې تېره مياشت د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر هم دغه هېواد ته سفر کړى و.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن