Language

څلور پوليس او دوه ملکي وګړي تر مسموم کېدو وروسته وژل شوي

لښکرګاه (پژواک ١٥ ورى ٩١): د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ كې تر مسموم کېدو وروسته د وسلوالو طالبانو په بريد كې دوه ملكي وګړي او څلور پوليس وژل شوي، يو ټپي او درې نور نادرکه دي.

د هلمند امنيه قوماندان سمونوال محمد نبي الهام د وري په ١٥مه پژواك اژانس ته وويل، چې تېره شپه د نهرسراج د پنجاو كلا په سيمه كې لومړى د پوستې پوليس مسموم او بيا پرې وسلوال بريد شوى دى.

د هغه په وينا، په دې پېښه كې څلور پوليس او دوه ملكي وګړي، چې له پوليسو سره مېلمانه وو، وژل شوي او يو پوليس ټپي دى.

نوموړي زياته کړه، چې له پېښې وروسته درې نور پوليس نادركه دي او دوى يې په اړه پلټنې پيل كړې دي.

د قوماندان په خبره، په دې پېښه كې وسلوالو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو يواځې يو مړى يې د نښتې په ځاى كې پاتې شوى دى.

ده وويل، چې بريد كوونكو يو رينجر موټر، يو د ار پي جي راكټ، يوه پيكا او يو كلاشينكوف هم له ځان سره وړي دي.

امنيه قوماندان وايي: ((داسې څرګندېږي، چې د دولت وسلوالو مخالفينو په ياده پوسته كې يو څوك درلودل، چې لومړى يې پوليس مسموم كړي او بيا يې بريد پرې كړى دى.))

بل پلو د وسلوالو طالبانو يو وياند قاري يو سف احمدي پژواك ته وويل، چې په دې پېښه كې ۱۰ پوليس وژل شوي، ١٠ ميله وسله يې ترلاسه او يو رينجر موټر يې ترې بيولى دى.

د ده په وينا، دغه راز په دې پېښه كې د دوى يو ملګرى وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

د يادونې ده، چې شاخوا دوه كاله وړاندې په همدې سيمه كې په يوه پوسته كې په ورته پېښه كې تر مسموم كېدو وروسته شپږ پوليس وژل شوي وو.

Related Topics