لښکرګاه (پژواک ١٩ ورى ٩١): د هلمند والي وايي، چې د امنيت د لېږد درېيم پړاو ته چمتوالى لري، خو زياتوي، چې د درنو وسلو او ځينو وسايلو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد پروسه تېر کال د چنګاښ په مياشت کې پيل شوه، په لومړي پړاو کې د هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه او په دويم پړاو کې د مارجې، نادعلي او ناوې ولسواليو چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.
د هلمند والي ګلاب منګل د وري په ١٩مه په لښکرګاه کې خبريالانو ته وويل، چې دوى د امنيت د لېږد درېيم پړاو ته هم بشپړ چمتوالى لري.
خو نوموړي د درېيم پړاو د پيلېدو د کره نېټې په اړه معلومات نه درلودل.
ګلاب منګل زياته کړه، چې په دغه ولايت کې ترسره شوي لومړي او دويم پړاوونه ښې پايلې درلودې او د سيمې اوسېدونکي هم له دې پروسې خوښي څرګنده کړې ده.
د نوموړي په وينا، په هغو سيمو کې چې د امنيت د لېږد پروسه ترسره شوې، د امنيتي پېښو د كمښت ترڅنګ د كوكنارو د كر كچه هم په كې راټيټه شوې ده.
والي وويل، چې نږدې ټول افغان امنيتي ځواكونه د مسلك له پلوه ښه شوي، له خلكو سره يې په عملياتو، تلاشيو او كړو وړوكې هم مثبت بدلونونه راغلي دي.
نوموړى وايي، مخالفين په هغو سيمو کې کمزور شوي، چې چار يې ملي ځواکونو ته سپارل شوې دې.
ګلاب منګل زياته کړه، چې د ټپيانو د چټک لېږد لپاره چورلکې، د ماين پاكۍ مسلكي ډلې او د شپنيو عملياتو د امكاناتو او ځينو درونو وسلو په برخه كې ستونزې لري.
د ده په خبره، كه دا ستونزې يې هوارې شي، دوى د مخالفينو د مخنيوي، امنيت او مسلك له پلوه پوره وړتيا لري، چې خپلې سيمې وساتي.