کابل(پژواک ٢٠ ورى ٩١): د افغانستان د ملی دفاع وزیر او په افغانستان کی د ايساف ځواکونو د عمومي قوماندان ترمنځ په افغانستان کې د ځانګړو عملیاتو د افغاني کولو په اړه هوکړه لیک لاسليک شو.
دا په داسې حال کې ده ، چې د افغانستان حکومت په وار وار، د بهرنيو ځواکونو لخوا د شپې د عمليات درېدو او د ځانګړيو عملياتو د افغاني کولو غوښتنه کوله.
د بهرنيو ځواکونو لخوا د شپې د عملياتو بندول، د افغانستان د حکومت له هغو مهمو شرطونو څخه و ، چې د افغان چارواکو په وينا، له امريکا سره د ستراتيژيک تړون لاسليک يې ځنډولى دى.
د ځانګړيو عملياتو د افغاني کيدو هوکړه ليک نن د افغانستان د ملي دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ او په افغانستان کې د ايساف او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن ترمنځ لاسليک شو.
د ملي دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ په وينا، ددې هوکړې په لاسليک سره په هيواد کې ټول ځانګړي عمليات له نن وروسته د افغان امنيتي ځواکونو د ځانګړې قطعه لخوا ترسره کيږي.
وردګ وويل ، چې د افغان ځواکونو ځانګړې قطعه د ملي اردو، ملي پوليسو او د ملي امنيت له منسوبينو جوړه ده، چې د ايساف ځواکونو په ملاتړ به د افغانستان له قوانينو سره سم عمليات کوي.
د هوکړه ليک له مخې، ياده ځانګړې قطعه به د ځانګړيو عملياتو د تصويب ترڅنګ دغه عمليات ارزوي او د استخباراتي معلوماتو په شريکولو کې به هم برخه اخلي.
وردګ وويل ، چې د هوکړه ليک له مخې به تردې وروسته، د خلکو د استوګنې کورونه د اړتيا پروخت د افغانستان له قوانينو سره سم يواځې افغان ځواکونه تلاشي کوي او يواځې د اړتيا پرمهال، له امريکايي ځواکونو د ملاتړ غوښتنه کوي.
ده وويل چې افغان ځواکونه د عملياتو پرمهال د ماشومانو، ښځو او حساسو فرهنګي سيمو د ساتلو مسووليت لري.
وردګ د ځانګړيو عملياتو افغاني کيدل د افغانستان د حاکميت د تثبيت پرلور يو بل ګام وباله او زياته يې کړه ، چې دا کار د افغان ځواکونو د وړتياوو د لوړوالي ښکارندويي کوي.
دده د معلوماتو له مخې، امريکا به د يادې ځانګړې قطعې د ظرفيت په لوړولو کې مرسته کوي.
ده همداراز وويل چې د ځانګړيو عملياتو په افغاني کيدو سره به د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيک تړون لاسليک ته لاره هواره شي.
د بهرنيو ځواکونو لخوا د شپې د عملياتو بندول، د افغانستان د حکومت او دوديزې لويې جرګې له مهمو شرطونو څخه دي، چې د افغان چارواکو په وينا، له امريکا سره د ستراتيژيک تړون لاسليک يې ځنډولى دى.
دوديزې لويې جرګې هم د افغانستان ملي حاکميت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتيا، اسلامي او افغاني ارزښتونو ته درناوی او د شپې لخوا د خلکو د کورونو د تلاشيو او عملياتو د بندولو په شرط له امريکا سره د ستراتيژيک تړون ملاتړ کړى وو.
په افغانستان کې د ايساف ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان آلن د ياد هوکړه ليک د لاسليک کولو پرمهال وويل، چې افغان لوري ته د زندانونو د چارو د سپارلو تر هوکړې وروستهُ، د ځانګړيو عملياتو د افغاني کيدو هوکړه د افغانستان د ملي حاکميت د ټينګښت پرلور يو مهم ګام دى.
جان الن وويل، چې وروسته له دې به افغان ځواکونه ټول عمليات او په ځانګړې توګه د شپې لخوا عمليات ترسره کوي.
ده وويل ، چې تر ډېر هڅو وروسته د دوديزې لويې جرګې غوښتنه هم پرځاى شوه او يو مهم ګام د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو د سند د لاسليک کولو پر لور واخيستل شو.
نوموړي د سيمې په کچه د افغان ځواکونو وړتياوې د پام وړ وبللې او زياته يې کړه چې هيڅوک بايد فکر ونکړي ، چې افغانستان به بيا د نوييمې لسيزې په څير شي.