کلات (پژواک ٢٢ ورى ٩١): د زابل ولايت يو شمېر اوسېدونکي او د ښاروالۍ چارواکي وايي، چې په مرکز کلات ښار کې په ډېره اندازه دولتي ځمکه د يو شمېر کسانو لخوا غصب شوې ده.
د کلات ښار اوسېدونکي عبدالله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دولتي ځمکو د غصب لړۍ هغه وخت پيل شوه ، چې کله د ځمکو بيې لوړې شوې.
د ده په خبره، ځينو کسانو په لسګونه جريبه دولتي ځمکې پلورلې دي او دغه لړۍ اوس هم دوام لري.
نوموړي زياته کړه، چې غصب شوې ځمکې اکثره د کلات ښار د سينک، هزاري، خرواريانو، حاجي اصغر او ملا برات د کليو په ساحه او يو شمېر نورو سيمو کې دي.
د دغه ولايت د شينکۍ ولسوالۍ اوسېدونکي محمداکرم، چې په کلات ښار کې په يوه کرايي کور کې اوسيږي وايي، چې د ځمکو غصب د بې کوره خلکو پر ژوند بده اغيزه کړې ده.
هغه وويل، چې د ده په شان بې کوره کسانو لپاره د کور د ځمکې پيدا کول ډېر سخت دي، ځکه خلکو په زياته اندازه ځمکې لاندې کړي، يا يې کورونه ورباندې جوړ کړي او يا يې په لوړه بيه پلورلې دي.
محمداکرم وويل: ((د ځمکو په غصب سره د کورونو کرايې هم لوړې شوې دي او بايد چې دولت له زورواکو ځمکې راونيسي او پر غريبانو يې وويشي ، چې هره ورځ کډه په شاه ګرځوي.))
د کلات ښاروالۍ چارواکي هم دا مني، چې د ښار په بېلابېلو سيمو کې په ډېره اندازه دولتي ځمکې د خلکو لخوا غصب شوي، خو د خلاصون لپاره يې دوى هڅې پيل کړې دي.
ښاروال سيداحمد ساپي د وري په ۲۲مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د خپلو دغو هڅو په لړ کې يې له تېرې يوې اونۍ راهيسې د کلات ښار اړوند د هزاري او سينک په سيمو کې لسګونه جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو را خلاصه کړې ده او دغه لړۍ به نورو سيمو ته هم وغځوي.
هغه د غصب شويو ځمکو د اندازې په اړه کره معلومات نه درلودل.
نوموړي زياته کړه، چې د ځمکو په غصب کې يو شمېر دولتي چارواکي او يو شمېر نور سيمه ييز زورواکي لاس لري، خو ده په دې اړه د چا نوم ياد نه کړ.
ښاروال وويل، چې په يو شمېر سيمو کې اوس هم خلک هڅه کوي، چې نورې دولتي ځمکې لاندې کړي.
د پژواک اژانس د دغې پوښتنې په ځواب کې ، چې څومره ډاډه ياست چې له زورواکو به دولتي ځمکې وژغورئ؟ ساپي وويل: ((موږ خپله مبارزه پيل کړې ده او خداى به مو په دې لاره کې مرسته کوي.))
ساپى وايي،چې د ځمکو د مافيا پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ورسره دولتي چارواکو د پوره همکارۍ ژمنه کړې ده.
د يادونې ده، چې د کلات تر څنګ په يو شمېر ولسواليو کې هم په زياته اندازه دولتي ځمکې په بېلابېلو نومونو غصب شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP