Language

جلال اباد (پژواک ٢٣ ورى ٩١): د ننګرهار والي وايي چې په ګاونډيو هېوادونو کې وسلوال تر روزنې وروسته افغانستان ته د ناامنيو په موخه لېږل کېږي او څو پورې چې دګاونډيانو لاسوهنې بندې نه شي، سوله ناشونې ده.

والي ګل اغا شېرزي دغه څرګندونې د وري په ٢٣مه، د جلال اباد شاهي ماڼۍ په کرزي تالار کې يوې لويې غونډې ته د وينا پر مهال وکړې.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا غونډه په دې ولايت کې د سولې د فعاليتونو او د سولې د هلوځلو د ارزونې په موخه جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې له کابل څخه د سولې د عالي شورا له مرکزي دفتر څخه د راغلو استازو ترڅنګ د ننګرهار ولايت چارواکو، د سولې د عالي شورا د ځايي دفتر مشر او مسوولينو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.

د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي دې غونډې ته د وينا پر مهال وويل، تر هغه چې ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې لاسوهنې کوي، سوله ناشونې ده.

هغه زياته کړه:((افغان حکومت او نړيوالې ټولنې ته دا جوته ده، چې د افغانانو بچيان په ګاونډيو هېوادونو کې روزل کېږي او بيا يې د ناامنيو لپاره دلته رالېږي.))

والي ټينګار وکړ، چې که دولت او نړيواله ټولنه په رښتوني ډول په افغانستان کې سوله غواړي، نو د ګاونډيو هېوادونو د لاسوهنو مخنيوى دې وکړي.

خو ګل اغا شېرزي د کوم ځانګړي ګاونډي هېواد نوم وانخيست.

شېرزي وويل: ((دا مهال ځينې ګاونډي هېوادونه زموږ په فرهنګي، مذهبي، اقتصادي او سياسي چارو کې پراخه لاسوهنه کوي؛ که دوى رښتيا موږ سره ګاونډيتوب کوي، نو ولې مو مشران وژني.))

د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستيال مولوي عطاءالله لودين هم وويل، چې ټول هېوادوال په دې پوه دي چې ناامنۍ او ستونزې د ګاونډيو له خوا راپيدا شوې دي.

نوموړي، سوله د بشري ټولنې لومړنۍ اړتيا وګڼله، خو زياته يې کړه چې خلک د اخترونو، جمعې، جنازو په لمونځونو کې له دې امله ګډون نه کوي، چې چاودنې په کې کېږي.

مولوي لودين بې له دې چې د چا نوم واخلي، د ګاونډيو هېوادونه د يو شمېر چارواکو هغه ادعاوې په کلکه رد کړې، چې ګوندې افغانستان اشغال شوى او اسلامي قوانين په کې نافذ نه دي.

هغه زياته کړه: ((د تاريخ په اوږدو کې ټولې نړۍ ته دا ثابته شوې، چې افغانستان څوک نه شي اشغالولی، زموږ قوانين اسلامي دي، ولسمشر مو پنځه وخته لمونځ کوي، مېرمن يې تراوسه په تلويزيون چا نه ده ليدلې؛ خو د ګاونډيو هېوادونو وزيران او لوړ رتبه مامورين پر لمونځ نه پوهېږي او مېرمنې يې هم خلکو ته معلومې دي.))

د سولې د عالي شورا مرستيال مولوي عطاء الله لودين دا هم وويل، چې افغانستان  دفقر  او د ګاونډيو د لاس وهنو له امله کله د شرق مېلمه وي او کله د  غرب خو همدغه ګاونډيان بيا د افغانستان داشغال چيغې هم وي.

د هغه په وينا، پاکستان د ننګرهار ولايت د سرحدي ولسوالۍ ګوشتې په کومو سيمو کې چې پوستې جوړې کړې، دا له تېرو ٦٠ کلونو راهيسې دافغانستان خاوره وه.

د سولې د عالي شورا د ننګرهار ددفتر مسوول ملک نظير په دغه ولايت کې دسولې د روان بهير په اړه راغلي پلاوي ته معلومات ورکړ او ويې ويل چې تراوسه په دې ولايت کې ددولت ٧٧ مخالفين د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې، د سولې له بهير سره يوځای شوي ۴۵ تنو ته يې په بېلابېلو اميیتي ارګانونو کې دندې ورکړي او پاتې يي په ډول ، ډول حرفوي زده کړو کې شامل کړي دي.

Related Topics