Language

د بلخ په دوو ولسواليو کې چاڼيز عمليات پيل شوي

مزارشريف (پژواک ٢٩ ورى ٩١): د بلخ په چمتال او چاربولك ولسواليو كې د دولت د وسلوالو مخالفينو د له منځه وړلو په موخه د څلورم ابتكار په نوم عمليات پيل شوي دي.

 دغه عمليات ملي اردو، ملي پوليسو، ملي امنيت، سرحدي پوليسو او د نظم عامه پوليسو له خوا پر مخ وړل كېږي، چې سوله ساتي ځواكونه يې د هوايي كشف په برخه ملاتړې دي.

 د بلخ امنيه قوماندان جنرال عصمت الله عليزي نن (د وري ۲۹مه) په چمتال ولسوالۍ كې د ملي اردو د درېيمې لوا له قوماندان سره په ګډه خبري ناسته كې خبريالانو ته وويل، چې دغه عمليات يې د يادو ولسواليو د اوسېدونكو په غوښتنه پيل كړي دي.

 نوموړي د پژواك خبري اژانس د يوې پوښتنې په ځواب كې وويل، چې تر دې دمه يې كوم مخالف وسلوال د جګړې په موخه مخې ته نه دى ورغلى، خو ځاى ځاى يې د خپلو استخباراتي كړنو له لارې يو شمېر سپكې او درنې وسلې ترلاسه كړې دي.

 د هغه په وينا، دوى هڅه كوي، چې د خلكو په خوښه پيل شوي عمليات پاى ته ورسوي.

 خو د دې سيمې يو شمېر اوسېدونكي شکايت كوي، چې ځيني وختونه يې كورونه د امنيتي پوليسو له خوا پر خپل سر تلاشي كېږي.

 د چمتال ولسوالۍ اوسېدونكي سيداغا پژواك اژانس ته وويل، چې له عملياتو مخكې په دغې ولسوالۍ كې ځاى ځاى د خلكو كورونه د نشه يي توكو د ترلاسه كولو په موخه پر خپل سر پلټل كېږي.

 نوموړي زياته كړه، دوى په دې خوښ دي، چې د خپلې سيمې امنيت يې له خپلو ځواكونو سره دى، خو هيله من دي، چې بې ځايه او پر خپل سر يې كورونه تلاشي نه كړي.

 امنيه قوماندان هم د ځينو كورونو د تلاشي كولو پخلى وكړ، خو زياته يې كړه: ((موږ هېڅكله د مقاماتو له اجازې پرته او پرته له دې چې دقيق راپور ونه لرو، د چا كور نه تلاشي كوو.))

 نوموړي زياته كړه، چې د سيمې د امنيت لپاره دا اړينه ده، چې دوى خپله دنده په سمه توګه ترسره كړي.

 د هغه په وينا، د كورونو د تلاشۍ پر وخت ورسره د راپور او اجازې سربېره د محكمې او څارنوالۍ استازي هم شتون لري.

 د ۲۰۹ شاهين قول اردو د درېيمې لوا قوماندان جنرال غلام فاروق احمدي په خبري ناسته كې وويل، چې په سيمه كې خلكو شكايت كاوه، چې يو شمېر وسلوال يې د عشر او زكات په وركولو مجبور وي.

 نوموړي زياته كړه، چې په همدې موخه يې عمليات پيل كړل، چې د چمتال او چاربولك ولسوالۍ حالت بېرته كنټرول كړي.

 د ده په خبره، په يادو عملياتو كې ورسره ملي پوليس، ملي امنيت او د نظم عامه پوليس برخه لري.

 جنرال احمدي وويل، چې سوله ساتي ځواكونه په دغو عملياتو كې فزيكي شتون نه لري؛ يواځې د هوايي كشف په برخه كې ورسره د اړتيا پر مهال مرسته كوي.

 نوموړي زياته كړه، چې د عملياتو له پيل څخه څلور ورځې تېرې شوې، چې تر پلان لاندې په۳۰ سلنه سيمه كې عمليات ترسره شوي دي.

 د ده په خبره، د عملياتو د پاى ټاكلې نېټه نه ده معلومه، خو تر هغې به يې وغځوي، تر كومې چې يې اړتيا لېدل كېږي.