Language

کراکر: پاکستان بايد د حقاني شبکې د له منځه وړو لپاره جدي اقدام وکړي

کابل (پژواک ٣١ ورى ٩١): په کابل کې د امريکا سفير وايي، د تېرې يکشنبې بريدونه حقاني شبکې چې په ميرانشاه کې پناه ځايونه لري، تر سره کړي او پاکستان بايد اړ شي چې د دې شبکې د له منځه وړلو جدي اقدامات وکړي.

د وري په ٢٧مه، وسلوالو مخالفينو د کابل ښار په درېيو سيمو او همدارنګه په لوګر، ننګرهار او پکتيا ولايتونو کې ډله ييز ځانمرګي او وسلوال بريدونه ترسره کړل، چې په ځينو سيمو کې يې د وري د ٢٨مې تر سهاره دوام درلود.

د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د دې بريدونو په پايله کې ٣٦ بريدکوونکي، ٤ ملکي وګړي او ١١ دولتي سرتېري ووژل شول، ٣٦ ملکي وګړي او ٤٢ امنيتي کسان ټپيان شول.

په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو سفير راين کراکر، چې نن يې په کابل کې خبريالانو ته خبرې کولې، وويل چې دا او تر دې مخکې ډېر بريدونه د حقاني شبکې ترسره کړي دي.

ده د حقاني شبکه سيمې، افغانستان، امريکا او په خپله پاکستان ته ګواښ وباله او زياته يې کړه: “موږ په دې پوهېږو چې د دې اورپکو او وېره اچوونکو مشران په کومو ځايونو کې دي،  دا په ميرانشاه کې دي او ميرانشاه د پاکستان په شمالي وزيرستان کې موقعيت لري. دا ټول هلته پټنځايونه او پناه ځايونه لري، هلته پلانونه جوړوي او پلانونه يې وروسته په افغانستان کې پلې کېږي.”

افغان حکومت او نړيوال متحدين يې تل ټينګار کوي، چې په افغانستان کې جنګېدونکي وسلوال له پولې پورې غاړې په پاکستان کې پټنځايونه لري، هلته په وسلو سمبالېږي او  افغانستان ته د مرګونو بريدونو لپاره استول کېږي، خو پاکستان تل دا ډول تورونه رد کړي دي.

کراکر د حقاني شبکې د له منځه وړو د اقداماتو په اړه وويل: “زموږ هدف دادى چې موږ بايد په ګډه کار وکړو، چې پاکستان دې ته اړ کړو چې جدي اقدامات وکړي. کله چې دا خبرې کوو، زموږ موخه دا نه ده چې له پاکستان سره جګړه وکړو، زموږ موخه داده چې پاکستان په خپله بايد له دې ستونزو سره مقابله وکړي او له منځه يې يوسي.”

پاکستان د افغانستان او سيمې په تحولاتو کې د کليدي لوبغاړو له ډلې دى او افغانستان او امريکا د روانې جګړې په پاي ته رسولو او د وسلوالو په کنټرول کې د پاکستان رول رغنده  بولي او هڅه کوي، په دې برخه کې د پاکستان رښتينى ملاتړ ترلاسه کړي.

کراکر په دې اړه وويل: “دقيقاً موږ د همدې موضوع لپاره پر پاکستان ډېر فشارونه راوستي او راولو يې، ترڅو له دې پټنځايونو او د دې شبکې د فعاليت پر وړاندې په خپله خاوره کې اقدامات وکړي.”

هغه په دې اړه چې د وري د ٢٧مې تر بريدونو وروسته به له طالبانو سره د خبرو په اړه د امريکا په دريځ کې بدلون راشي او که څنګه؟ وويل: “له طالبانو او نورو مخالفو ډلو سره چې زموږ او د افغانستان حکومت پروړاندې جګړه کوي، د سولې يوه لار شتون لري، چې د افغان حکومت په مشرۍ ده.”

کراکر وويل، چې امريکا له طالبانو او نورو جګړه کوونکو ډلو سره د مستقيمو خبرو اراده نه لري او يواځې غواړي خبرې د افغان حکومت په مشرۍ وشي.

ده زياته کړه: “که د افغان حکومت له خوا له موږ څخه د مرستې غوښتنه وشي، موږ مرستې او د سولې په پروسه کې د اسانتياوو رامنځ ته کولو ته چمتو يو.”

کراکر د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې ايا د طالبانو وروستي بريدونه د دې ډلې د ځواکمنتيا څرګندونه کولي شي؟ وويل: “بايد ومنو چې دغه بريدونه ځوروونکي وو، خو د افغانستان امنيتي ځواکونو په ډېرې مېړانې سره وځپل او ښې پايلې يې ترلاسه کړې.”

ده زياته کړه: “ډېر تلفات حقاني شبکې وليدل، خپل ډېر وسلوال يې له لاسه ورکړل. خپلې موخې ته چې غوښتل يې، ونه رسېدل؛ خو دا بايد ووايم چې دا ډله له پولې هغه غاړه نه پرېږدو، موږ بايد اقدامات وکړو، ترڅو دا ډله ماته کړو. دا ډله ډېره بده وېره اچوونکې او ترهګريزه ډله ده او بايد وويل شي چې دا يوه قاتله ډله ده.”

کراکر په دې اړه چې څنګه د ده په وينا، له قاتلې ډلې سره خبرې کېداى شي؟ وويل: “ستاسو خبره سمه ده، که دا ډول بريدونه دوام وکړي او په همدې توګه وژنو او وينې تويولو ته دوام ورکړي، نو ښايي خبرې ورسره ونه شي؛ خو که له دې انتخاب څخه تېر شي، بيا نو ښايي مسئله بل ډول وي.”

هغه په دې اړه چې ولسمشر حامد کرزي، په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې د طالبانو له بريدونو سره سره، بيا هم وړمه ورځ طالبانو ته د ورور خطاب وکړ، وويل چې د کرزي موخه سولې ته د طالبانو هڅول وو، ترڅو افغان د افغان وژنه بس کړي، جګړه پرېږدي او د سولې لار ونيسي.

کراکر زياته کړه: “دا يو څرګند حقيقت دى او ټول په دې پوهېږو چې سوله له دښمنانو سره کېږي، نه له دوستانو سره. څوک چې ستاسو دوست وي له هغه سره د سولې اړتيا نشته. بايد له دښمنانو سره او له هغه چا سره چې له موږ سره جګړه کوي، سوله وکړو.”

هغه وويل: “جګړه يعنې وژل کېدل، که جګړه کوې، نو وژل کېږې، يعنې زه ترجېح نه ورکوم چې ووژل شم، نو بناءً هغوى هم بايد د سولې لاره ونيسي او ترجېح ورنه کړي چې ووژل شي. که بيا هم جګړه کوي، نو زموږ پيغام څرګند دى، وژل کېږي به.”

Related Topics