ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر سېلاب ځپلو سره د بېړنيو مرستو لارښوونه وکړه

author avatar
21 Apr 2012 - 18:30
author avatar
21 Apr 2012 - 18:30

کابل ښار (پژواک ٢ غويى ٩١): ولسمشر کرزي د وروستيو ورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته پر اوښتي مالي او ځاني زيان خواشيني څرګنده کړه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر څخه د غويي په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي په کابل او ولايتونو کې د وروستيو سېلابونو او ورښتونو له امله، خلکو ته پر اوښتي زيان خواشيني وښوده.

د سرچينې په وينا، حامد کرزي د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې ته لارښوونه وکړه، چې په بېړني ډول دې زيانمنو خلکو ته مرستې ورسوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې د معلوماتو له مخې، له تېرې پنجشنې ورځې راهيسې د سېلابونو له امله د هرات په اوبي، ګذره، پښتون زرغون، ادرسکن او شينډنډ ولسواليو کې سلګونه جريبه کرنيزې ځمکې، بڼونه او په لسګونه کورونه ويجاړ شوي او په سلګونو څاروي مړه شوي دي.

سرچينه وايي، چې په ګذره ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله يو بس موټر اوښتى، چې څلور سپرلۍ مړې شوې او ١٦ يې ټپيانې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې هم د تندر د پرېوتو له امله څلور تنه سخت ژوبل شوي دي.

دغه راز ويل کېږي، چې د سېلابونو له امله په ننګرهار ولايت کې هم شاوخوا ٥٠ کورونه نړېدلې او د بادغيس ولايت په ګډون په بېلابېلو سيمو کې سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه وېجاړه شوې ده.

سرچينه وايي، چې په زابل ولايت کې ١٣٩ او اروزګان ولايت کې ٣٠٠ کورنۍ د وروستيو ورښتونو له امله زيانمنې شوې دي.

ولسمشر حامد کرزي د سېلابونو له امله د مړو شويو کورنيو غړو ته د تسليت مراتب وړاندې کړې او ټپيانو ته يې د روغتيا هيله کړې ده.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.