کابل ( پژواک ٥ غويى ٩١) : د ولسمشر لومړي مرستيال له وسلوالو مخالفينو سره پر سوله ټينګار وکړ او ويې ويل ، چې د پارلماني او نورو سياسي نظامونو نسخې بې ثباتي له منځه نه شي وړى.
د ولسمشر لومړي مرستيال محمدقسيم فهيم ، چې نن يې د سولې دعالي شورا غړيو ته ددې شورا د نوي ټاکل شوي مشر صلاح الدين رباني د ورپېژندلو په مراسمو کې خبرې کولې ، وويل چې پخپله دى د زړه له تله ځکه سوله غواړي ، چې نور د افغانستان خلک او نړيوال د جګړې حوصله نه لري.
فهيم زياته کړه: ” نه دې کسانو ته حوصله پاتې ده ، چې حکومت کوي، که حکومت دغسې وي، نو موږ له دې ډول حکومت څخه ستړي شوي يو او زه فکر نه کوم ، چې نور نو څوک دومره علاقه او شوق ولري ، چې داسې حکومت وکړي. “
هغه وويل ، چې دولت د سولې د راوستو لپاره هڅې کړي او کوي يې او د سولې عالي شورا يې هم په همدې موخه جوړه کړې ده .
ده وويل ، چې د سولې د راتګ لپاره بايد يوڅه له لاسه ورکړو او يو څه ترلاسه کړو.
فهيم زياته کړه :”موږ بايد ومنو که کوم څه له نورو سره وېشل کېدونکي دي بايد هغو کسانو ته يې ورکړو،چې ناراضه دي، دا که سياسي قدرت دى او که هرڅه دي او هغوى يې هم بايد ومني او راشي، له تېريو او د بېګانه وو په لاس له استعمال کېدو خلاص شي او د خلکو د برياليتوب او نجات، پرمختګ او عزت لپاره له دې هېواد سره يوځاى شي او کار وکړي. “
هغه وایي : ” تاسې پوهېږئ چې که له چا وغواړو، چې ته راشه، زما عسکر او زما نوکر شه ، ترڅو دې هېواد ته سوله راشي، نو زه په دې باور نه لرم او هېڅ امکان نه لري، چې دې هېواد ته سوله راشي. “
خو ده ټينګار وکړ ، چې په سوله کې بايد د افغانستان د خلکو غوښتنې او په تېرو لسو کلونو کې ترلاسه شوې لاسته راوړنې او ارزښتونه هم خوندي شي.
هغه وويل: “داسې سوله چې د افغانستان د خلکو غوښتنې، هغه ارزښتونه چې په دې لسو کلونو کې د ځوانانو په اصطلاح ډيموکراتيک ارزښتونه رامنځته شوي، ترپښو لاندې نه شي، ددې په قيمت نه، د بل چا د نابودولو په قيمت نه، د بلې ډلې د نابودولو په قيمت نه.که موږ يوه ډله وځپو او بله قدرت ته راولو په دې توګه سوله نه راځي، دا موږ تجربه کړې ده. “
ده وويل،چې داسې سوله راشي، چې له سولې سره د يوځاى کېدونکيو کسانو عزت او ارزښت هم خوندي شي.
فهيم وويل چې طالبان هم بايد ځان د سولې شرايطو ته تيار کړي، د افغانستان قوانين او ترلاسه شوي ارزښتونه او د افغانستان د خلکو اراده او نظام ومني.
ده زياته کړه:” که هغوى دا ومنل او موږ هغوى په خپلو غېږو کې ونيول، نو په هغه صورت کې زه ډاډمن يم ، چې سوله او ثبات راځي.”
دده په وينا ، د افغانانو ترمنځ دا روحيه ورځ تربلې پياوړې کېږي، چې خپل وطن پخپله جوړ کړي.
فهيم وايي، تر هغه چې د افغانستان خلک خپل نظام په خپله جوړ نه کړي، هېڅوک هم پر افغانانو څه نشي تحميل کولى او که يې کولاى شول، نو د شوروي ملاتړ لرونکي د خلق ديموکراتيک ګوند به تحميل کړي و.
د ولسمشر لومړي مرستيال په نننۍ ناسته کې دا هم وويل چې د افغانستان د نظام د ډول لپاره د نسخو وړاندې کول ستونزه نه شي حل کولاى .
فهيم زياته کړه: “دا نسخې له دې پرته چې موږ د بربادۍ پر لور بوځي او دا مو تجربه کړه، هرچا ويل چې زه يم نور يې په نظر کې ونه نيول. زما نظر ښه دى او د بل نظر يې له پامه وغورځاوه، افغانستان دې بدبختۍ ته ورسېده. “
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه د متحدې ملي جبهې غړيو ( احمد ضيا مسعود، محمدمحقق او جنرال دوستم ) د امريکا د متحده ايالتونو د کانګرس له غړيو سره په کابل کې تر يوې ناستې وروسته ګډه اعلاميه خپره کړه .
په دې اعلاميه کې راغلي و، چې د افغانستان پارلماني نظام دافغانستان د ستونزې د حل لاره ده .
فهيم له دې ناستې او اعلاميې څخه يادونه ونه کړه، خو ويې ويل چې په افغانستان کې د پارلماني، صدارتي او يا فدرالي نظام هغه مهال منځته راتلاى شي ، چې خلک ورته برابر وي. خلک ډاډمن شي کار ته لاړ شي او ارامي ترلاسه کړي.
د فهيم په وينا ، په هېواد کې سياسي غوښتنې دومره ډېرې شوې دي، چې خلک يې د نااميدۍ پرلور بيولي دي.
دده په وينا، سياسي پروګرامونه هغه مهال په افغانستان کې پلي کېدونکي دي، چې خلک د خپل نظام او راتلونکي په اړه ډاډمن شي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا نوي ټاکل شوي مشر صلاح الدين رباني په خپله لومړۍ وينا کې وويل، چې په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره به ټولې هڅې وکړي.
هغه د سولې د پروسې په برخه کې د نورو هېوادونو له مرستې او همکارۍ مننه وکړه او د هېواد له دينې مشرانويې وغوښتل ، چې د ملي او ديني فريضې په توګه په افغانستان کې دسولې لپاره هڅې او همکاري وکړي.
رباني وويل ، چې د هېواد د خپلواکۍ يواځينۍ لاره سوله او پر ځان بسيا کېدل دي او د جګړې دوام په دې هېواد کې د بهرنيانو حضور ته لار هواره کړې ده.
د سولې د عالي شورا د پخواني مشر استاد برهان الدين رباني زوى صلاح الدين رباني، د وري په ٢٦ مه د ولسمشر حامد کرزي له خوا د دې شورا مشر وټاکل شو.
د سولې د عالي شورا مشر برهان الدين رباني د تير کال په وږي مياشت کې د کابل ښار په وزير محمداکبرخان مينه کې په خپل کور کې د ځانمرګي بريد په ترڅ کې ووژل شو.
په نننۍ غونډه کې د سولې د عالي شورا، ملي شورا او د کابينې يو شمير غړيو هم برخه لرله.
په ولسي جرګه کې د کابل استازي عبدالرب الرسول سياف هم له مخالفينو سره په سولې ټينګار وکړ، خو زياته يې کړه چې سوله هغه مهال امکان لري، چې دولت د جګړې پوره توان هم ولري.
ده زياته کړه:((مخالفينو ته بايد وويل شي، چې خداى شاهد دى موږ سوله غواړو او بايد پوه شئ ، چې موږ کمزوري شوي نه يو.))