Language

د بلخ والي يو ځل بيا له امريکايي اډو سره مخالفت وښود

مزارشريف (پژواك ٥ غويى ٩١): د بلخ والي په هېواد كې د امريكايي پوځي اډو په كلكه مخالفت وكړ، خو د هېواد ولايتي شوراګانو يو شمېر غړو دغه اډې د وخت اړتيا وبلله.

 د بلخ والي عطامحمد نور د غويي په ۵مه په مزارشريف كې د هېواد په كچه د ولايتي شوراګانو د دوه ورځني كنفرانس ګډنوالو ته د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل، چې په افغانستان كې د نړيوالو قدرتمنو هېوادونو اډو ته هېڅ اړتيا نشته.

 د ولايتي شوراګانو دغه دوه ورځنۍ غونډه نن (د غويي ٥مه) د بلخ په مركز مزارشريف ښار كې د افغانستان د ملي انسجام د ادارې له خوا د سولې د عالي شورا او د امنيت د لېږد د پروسې د ارزونې په موخه د هېواد په كچه د ولايتي شوراګانو د غړو دوه ورځنى كنفرانس پيل شو.

 د بلخ والي د كنفرانس په پيل کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې سوله د افغانستان له مهمو اړتياوو څخه ده، خو روڼ مكانيزم ته اړتيا لري، چې ملت ته يې نه دى وړاندې كړى.

 نوموړي زياته كړه، اړتيا ليدل كېږي، چې د سولې عالي شورا بايد د سولې او ترهګرۍ روڼ تصوير ملت ته وړاندې كړي.

 نور وويل: ((كله كله خو حالت تر دې پېچلى شي، سړى نه پوهېږي، چې د دغه هېواد دښمنان څوك دي.))

 نوموړي زياته كړه، دا بايد معلومه شي، چې سوله له چا سره په كار ده.

 هغه وايي: ((چا ته چې موږ د سولې چيغې وهو، په غاړه کې يې ګلان ورته اچوو، هغوى مو په كور كې رهبر شهيدوي.))

 د بلخ والي په هېواد كې د امريكايي اډو له جوړښت سره په بشپړه توګه مخالفت وكړ.

 نوموړي زياته كړه: ((هغه ملت چې په خپله خاوره کې د بهرنيانو اډې قبلوي، په ياد دې وساتي، چې ذليل كېږي.))

 د هغه په وينا،‌ په افغانستان كې امريكايي پوځي اډو ته هېڅ اړتيا نشته .

نور وويل، په هغو هېوادونو كې چې د بهرنيانو اډې جوړې شوې، هغوى ملي حاكميت له لاسه وركړى دى.

 خو د ولايتي شوراګانو په ملي كنفرانس كې د هېواد د ولايتي شوراګانو يو شمېر غړو په هېواد كې د امريكايي نظامي اډو جوړېدل د وخت اړتيا وګڼله.

 د ننګرهار د ولايتي شورا غړي ملك بابا پژواك اژانس ته وويل، چې د افغانستان اوسنى حالت داسې دى، چې بايد د امريكا پوځي ملاتړ ورسره وي.

 نوموړي زياته كړه، چې كه چېرې د پوځي اډو د شتون له لارې دغه ملاتړ ترلاسه نه كړو، نو دښمنانان به له دې هم بدتر حالت رامنځ ته كړي.

 د هغه په وينا، د نظامي اډو شتون د وخت اړتيا ده.

 همداراز د خوست د ولايتي شورا مشر داوودشاه پژواك اژانس ته وويل، چې په تېره جوړه شوې دوديزه لويه جرګه کې پر امريكايي اډو پوره بحث وشو او ملت په دې اړه خپل نظرونه له دولت سره په ليكلې بڼه شريك كړي دي.

 نوموړي زياته كړه، چې په اوسني وخت كې افغانان دې اړتيا لري، چې په لنډمهاله توګه له امريكا سره د پوځي اډو په جوړېدو هوكړه وكړي.

 د هغه په وينا، په اوږدمهاله توګه په افغانستان كې د امريكايي پوځي اډو له جوړېدو سره هر افغان مخالفت لري.

 د بلخ والي په يادو خبرو کې د امنيت د لېږد روانه پروسه هم يوه اړخيزه وبلله.

 نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل، كومې وعدې چې د امنيت د لېږد د پروسې په پيل كې له افغانانو سره شوې وې، ترسره نه شوې، كوم بوج چې د دغه ملت پر غاړه و، لا پسې زيات كړاى شو.

 نور وويل، دوى ګومان كاوه، چې د امنيت د لېږد پروسه به د اداري مسووليت له لېږد سره موازي وي؛ ځكه چې موږ لا هم له بهرنيانو سره موازي اداري تشكيلات لرو، چې له امله خپلسرې كړنې ترسره كېږي.

 نوموړي زياته كړه: ((حقيقت خو دا دى، چې په يوازې د امنيتي مسووليت لېږد به هېڅ ګټه ونه لري، چې د اداري مسووليتونو لېږد ورسره موازي روان نه وي او د افغانانو اداري ظرفيت ورسره لوړ نه شي.))

 د هغه په وينا، د لېږد پروسه هم كومه رڼه طرحه نه لري، چې چېرته كميت ته اړتيا ده او چېرې به كيفيت لوړ شي.

 د بلخ والي د خپلو څرګندونو په ترڅ كې دا هم وويل، چې اوس هم تر ۲۰۱۴ پورې د دې وخت شته، كه څوك له افغانانو سره په رښتيني توګه مرسته وكړي؛ نو د دې وړتيا لري، چې ځانونه په هر اړخيزه توګه سمبال كړي.

 د افغانستان د ملي انسجام د ادارې مشر عبدالمتين بېګ پژواك ته د جوړ شوي كنفرانس په اړه وويل، چې دغه كنفرانس يې د سولې د روانې پروسې او د امنيت د لېږد د ارزونې په موخه جوړ كړى دى.

 نوموړي زياته كړه، دوى هڅه كوي، چې په هېواد كې له روانو پروسو څخه په پوره توګه د افغانانو په ګټه كار واخيستل شي.

 د هغه په وينا، دغه كنفرانس به د سبا ورځې په اوږدو كې لا هم پر يادو موضوعاتو باندې بحث وكړي.

Related Topics