ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سنوکر درې افغان لوبغاړو ١٦ غوره لوبغاړو ته لار پيدا کړه

د سنوکر درې افغان لوبغاړو ١٦ غوره لوبغاړو ته لار پيدا کړه

author avatar
27 Apr 2012 - 10:52
د سنوکر درې افغان لوبغاړو ١٦ غوره لوبغاړو ته لار پيدا کړه
author avatar
27 Apr 2012 - 10:52

کابل ( پژواک ٨ غويى  ٩١): د اسيا د سنوکر د اتلولۍ د ډله ييزو سياليو په پاى کې د هېواد د سنوکر درې لوبغاړي يو اتم وروستي پړاو ته لار پيدا کړه.

 د اسيا د سنوکر فدراسيون د رسمي وېب پاڼې د معلوماتو له مخې، صالح محمد ، نادر خان سلطاني او محمد رييس سينزى د سنوکر درې افغان لوبغاړي د ٢٠١٢ کال د اسيايي هېوادنو د اتلولۍ په سياليو کې په قطر کې برخه لري.

د سرچينې په وينا، نادر سلطاني د ايران د سنوکر له لوبغاړي وروسته په دويم مقام کې دى، محمد رييس سينزى هم په څلورمه ډله کې د سينګاپوري لوبغاړي وروسته په دويم مقام کې دى، خو صالح محمد په پنځمه ډله کې لومړى مقام لري او يو اتم وروستي پړاو ته يې لاره پيدا کړه .

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ( دغويي اتمه) نادر سلطاني له ټايلنډي لوبغاړي سره لوبه کوي او صالح محمد او محمد رييس سينزى په خپلو کې لوبه کوي.

د سنوکر د اسيايي فدراسيون د رسمي وېب پاڼې د معلوماتو په اساس، صالح محمد وکړاى شول په يوه لوبه کې ١٢٧ نومرې ترلاسه کړي او د سوريې له لوبغاړي وروسته يې دويم مقام خپل کړ.

د يادونې ده ، چې دغه سيالۍ د غويي له لومړۍ نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه ښار کې پيل شوي او د غويي تر نهمې نېټې به دوام وکړي.

 

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.