Language

د طالبانو د درېيو مهمو غړو د نيولو خبر ورکړل شو

کابل (پژواک ٩ غويى ٩١): د ملي امنيت لوى رياست وايي، چې د وسلوالو طالبانو درې مهم غړي يې د کابل ښار او پروان ولايت کې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې نيولي دي.

په هغې خبرپاڼه کې چې نن (د غويي ٩مه) د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، دغه درې تنه د ميدان وردګو ولايت د دايميرداد ولسوالۍ اوسېدونکى مولوي محمدعابد د مولوي صلاح الدين د ډلې غړى، همدارنګه د پروان ولايت اوسېدونکي په حمزه مشهور نوراحمد او عبدالباسط د طالبانو مهم غړي بلل شوي دي.

سرچينه وايي، چې دغه کسان له ډېرو وختونو راهيسې پر ترهګريز او ورانکارۍ فعاليتونو بوخت وو او د خلکو په مرسته نيول شوي دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې هغوى په لومړنيو څېړنو کې په خپل جرم اعتراف کړى او ويلي دي، چې د ملا صدرالدين په واسطه د طالبانو ليکو ته جذب شوي او د هغه په دستور د پروان ولايت په مربوطاتو کې په ګڼو ترهګريزو، ورانکارۍ او ماين اېښودنې پېښو کې يې فعاله ونډه درلوده.

سرچينې په دې اړه چې کوم يو يې په کابل کې نيول شوى، څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د ملي امنيت رياست ويلي و، چې درې پاکستاني طالبان له خپلو دوو افغانو همکارانو سره، چې د پاکستان د (اى اس اى) د استخباراتي ادارې په دستور يې په کابل ښار کې د ترهګريزو بريدونو پلان درلود، له پوتاشيم ډوله ١٠ ټنو چاودېدونکو توکو سره نيول شوي دي.

د سرچينې په وينا، دغه توکي په ٤٠٠ بوريو کې د پېښور ښار د رېنګ روډ په سيمه کې له يوه ګودام څخه بار شوي وو، چې د کچالو تر بوريو لاندې ځاى پر ځاى شوي او د پاکستاني پلېټ لرونکي هينو موټر په واسطه کابل ته رالېږدول شوي وو.